مکسیکو کې لسګونه زره کسانو د ډونلډ ټرمپ ضد لاریون کړی

آدمک ترامپ در دست تظاهرکنندگان مکزیکی د انځور حقوق Reuters

مکسیکو کې لسګونه زره کسانو د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ پالیسۍ او له دې هېواد سره پر پوله د دیوال جوړولو پر پلان د اعتراض لپاره لارو کوڅو ته راوتلي دي.

لاریون کوونکي د مکسیکو تر لسو ډېرو ښارونو کې په سپینو جامو کې راوتلي او د مکسیکو بیرغ او د ټرمپ ضد پلاکارډونه یې په لاس کې دي.

د لاریون تنظیموونکي وایي؛ دوی غواړي ټرمپ ته دا پیغام واستوي چې د مکسیکو خلک د هغه پروړاندې یو موټي دي.

دوی همداراز د مکسیکو پر ولسمشر انریک پینانیو هم نیوکه کړې چې د اداري فساد په لمنځه وړلو او د تاوتریخوالو په کمولو کې پاتې راغلی دی.

یوې لاریونوالې ماریا امپارو کاسر وویل؛ د ښاغلي ټرمپ د کډوالۍ پالیسي "ټولې نړۍ ته یو ګواښ دی."

هغې زیاته کړه: "دا باید هېره نشي چې امریکایي ټولنه له کډوالو جوړه ده او لا هم له کډوالو جوړېږي."

+ له مکسیکو سره پر پوله د دیوال لپاره د ټرمپ ځانګړی امر

+ میلیونونو خلکو د ټرمپ ضد مظاهرې وکړې

ښاغلي ټرمپ امر کړی چې د امریکا په سوېل کې له مکسیکو سره پر پوله دیوال جوړ شي او ټینګار یې کړی چې مکسیکو به ددې دېوال د جوړېدو لګښت امریکا ته ورکړي.

د امریکا ولسمشر ویلي؛ مکزیک به "په بشپړه توګه سل په سلو کې" ددغه دېوال لګښت امریکا ته ورکړي.

ښاغلي ټرمپ ویلي ددغه سرحدي دېوال د جوړېدو چارې په د "څو میاشتو په اوږدو" کې پیل شي.

د مکسیکو ولسمشر دغو خبرو ته په غبرګون کې ویلي چې د مکسیکو دولت به د ټرمپ د دیوال پیسې پرې نه کړي.

امریکا له مکسیکو سره ۲۳۰۰ کیلومتره پوله لري او اټکل شوی چې په اوږدو کې دیوال جوړول به یې ۱۴ میلیارده ډالر لګښت ولري.

+ امریکا ته د مکسیکو ولسمشر سفر لغو کېدل او د ټرمپ غبرګون

ورته مطالب