"د سویډڼ ښځینه چارواکي باید ایران کې ټیکري پر سر کړي"

د انځور حقوق IRNA
Image caption تېره اونۍ د دغه هېواد د سوداګرۍ وزیره ان لیندې ایران ته د یوه پلاوي په مشرتابه تللې وه

سویډن حکومت د خپلې هغې پرېکړې دفاع کړې، چې ایران ته به د رسمي سفرونو پر مهال د دغه هېواد ښځینه چارواکې ټیکري پرسروي.

حکومت وايي د دغې پرېکړې نه مراعتول به له قانونه سر غړونه وي.

تېره اونۍ د دغه هېواد د سوداګرۍ وزیره ان لیندې ایران ته د یوه پلاوي په مشرتابه تللې وه او له دې کبله پرې نیوکې شوې وې، چې ټیکری یې پر سر و.

د انځور حقوق ISABELLA LOVIN: FACEBOOK
Image caption سویډن چارواکي د خپل هېواد حکومت لومړنی فیمینیسټ حکوت بولي

سویډن وايي دا د نړۍ لومړنی هېواد دی، چې ' فیمینیسټ ' حکومت لري. د ایرانیو ښځو د حقونو یوې فعالې او سویډنۍ سیاستوالې دغه پرېکړه غندلې ده.

د لبرال ګوند مشر جان بجورکلوند وايي ایران پر ښځو د بندیزونو له لارې له هغوی سره زیاتی کوي:

' د حکومت دا پرېکړه پر فیمینیزم ولاړه بهرنۍ پالیسي له منځه وړي. '

بې حجابه؟ د ایران ولسمشر جالب ټویټ

'ایران کې ولې پر حجاب سربېره جنسي ځورونې ډېرې دي؟'

نوموړی وايي سویډن حکومت باید د ټیکري نه پر سرولو غوښتنه کړې وای او که دغه غوښتنه نه منل کېده، باید سوداګریزه هوکړه په سویډن یا بل درېیم هېواد کې شوې وای.

خو وزیرې اغلې لیندې ' افتونبلاډسټ ' ورځپاڼې ته ویلي، هغې نه غوښتل د ایران له قانونه سرغړونه وکړي، ځکه له دې غوښتل شوي وو، چې باید ټیکری پر سر کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption تېر کال تهران ته د سفر پر مهال د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فیدریکا مګریني هم ټیکری پر سر کړی و

د سویډڼ لومړی وزیر سټېفن لوفوین هم ایران کې و او وايي له ایراني ولسمشر حس روحاني سره یې خبرو کې د بشري حقونو موضوع راپورته کړې ده.

بل لور ته ایرانۍ ژورنالیستې او فعالې مسیح علي نژاد د سويډن مرستیالې لومړۍ وزیرې ایزابیلا لووین هغه عکس خپور کړی، چې نوموړې د ښځینه همکارانو منځ کې داسې حال کې ناسته معلوميږي، چې ټیکری یې پر سر دی. هغې بي بي سي ته وویل:

'' که تاسې د ښځو حقونو مدافعین یاست او پر مساواتو باور لرئ، نو هر چېرې باید نابرابري وننګوئ. ''

سویډن حکومت وايي ' د ښځو او نارینه وو تر منځ یې برابري د بهرنۍ پالیسۍ له بنسټونو ده . '

اړونده مطالب

ورته مطالب