اسلام اباد کې له بندیز سره د مينانو ورځ ولمانځل شوه

اسلام اباد پاکستان د انځور حقوق KNN

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې دوې ورځې وړاندې یوې محکمې د ویلنټاين ورځې پر لمانځلو بندیز اعلان کړی و، خو له دې سره هم د دغه ښار پر اکثرو لویو لارو کې ميينانو دا ورځ ولمانځله.

د عبدالحمید خان په نامه د اسلام اباد هغه کس چې پر خواست يې محکمې د ویلنټاين ورځې پر لمانځلو بندیز اعلان کړ، له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه، کله هم په اسلام اباد کې دغه ورځ نه ده لمانځل شوې.

د مینانو ورځ په کابل کې

د مینانو پر ورځ د سلګونه زره پونډو درغلۍ خبرداری

دی زیاتوي، ځکه يې محکمې ته دا خواست وکړ، چې پاکستان یو اسلامي هېواد دی او بايد دلته غیر اسلامي ورځې و نه لمانځل شي، خو پر ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د محکمې دغه بندیز وغانده.

د انځور حقوق KNN
Image caption عبدالحمیدخان هغه کس دی، چې پر خواست يې محکمې د ویلنټاين ورځې پر لمانځلو بندیز اعلان کړ

د سبا په نامه یوې نجلۍ چې د ګلونو له دوکانه يې ګلان اخیستل، له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، 'باید هر انسان خپلې خوښې ته پرېښودل شي، چې څه ډول ژوند تېرول غواړي، باید تېر يې کړي. '

هغې زیاته کړه، دا د خپل ميين لپاره ګلونه وړي او په ګلونو څوک نه وژل کېږي، چې حکومت يې پر لمانځلو بندیز لګولی دی. دا زیاتوي، په پاکستان کې وسلوال آزاد ګرځي، خو پر مينه يې بندیز ولګاوو.

خو د غازیه په نامه يوې بلې پېغلې بیا وویل، دوی 'د مينې پر ضد نه دي، البته د ویلنټاين ورځ لمانځل د هغې په وینا د لوېديځوالو دسیسه ده، نو ځکه پرې باید همداسې بندیز ولګېږي. '

که څه هم د اسلام اباد په ځينو سیمو کې سر و کال د ګلونو پلورلو هټۍ لګېدلې وي، خو نن ورځ دغه هټۍ نورې زیاتې ترسترګو کېدې.

عبدالله چې یو هټۍ وال دی، وايي، 'د نور کله پرتله نن پرې خورا ګڼه ګوڼه و او په خبره يې بېخي ډېرو نجونو او هلکانو ګلونو ورڅخه واخسیتل. '

اړونده مطالب