د ژوندۍ خپرونې پر مهال دوه خبریالان وژل شوي

د انځور حقوق EPA
Image caption د ځايي پولیسو یو افسر د خبریالانو له وژل کېدو وروسته د ۱۰۳ نومې رادیويي شبکې په ودانۍ کې

له هغه وروسته چې ډومنیکن جمهوریت کې په ژوندۍ بڼه د رادیويي خپرونې بهیر کې دوه خبریالان ووژل شول، درې کسان په دې تړاو نیول شوي دي.

یو خبریال هغه مهال ووژل شو، چې پر فېسبوک یې په ژوندۍ بڼه خپله رادیويي خپرونه وړاندې کوله.

په ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي، چې د نوموړي خپرونه ګډوډیږي او یوه ښځه چیغې وهي، ډزې دي، ډزې دي، ډزې دي.

پولیس وايي پېښه د پلازمېنې سانتو دومینګو په ختیځ سان پیدرو دي موسیروس سمیه کې د سې شنبې پر ورځ رامنځته شوې.

وژل شوي خبریالان لویس مانویل میدینا او راډیو پروډیوسر لیو مارتینز دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د وژل شويو خبریالانو کورنۍ

ځايي چارواکي وايي پېښه کې یوه ښځه ټپي شوې ده، چې جراحي عملیات یې شوي دي.

درې نیول شوي کسان تر اوسه تورن شوي نه دي او پولیس وايي د وژنو لامل روښانه نه دی. لوی څارنوال جین رودریګویز ځايي رسنیو ته ویلي:

څېړنه پیل شوې او موږ به هڅه وکړو، حقیقت ته ورسېږو. د ۲۰۱۵ کال اګست میاشت کې د امریکا ویرجینیا ایالت کې دوه امریکايي خبریالان هغه مهال ووژل شول، چې په ژوندۍ بڼه یې ټلویزیوني خپرونه وړاندې کوله.