د بریتانوي پوځیانو افغان ژباړونکی وايي بې عدالتي ورسره شوې

د انځور حقوق .

یو افغان چې وايي، له بریتانوي پوځ سره یې افغانستان کې د ژباړن په توګه دنده درلوده، وايي بریتانوي حکومت پناه نه ده ورکړې او په وینا یې ورسره بې عدالتي شوې ده.

جاوید هوتک وايي، طالبانو یې د وژلو ګواښونه کړي او که د بریتانیا کورنیو چارو وزارت یې بېرته هېواد ته واستوي ژوند به یې له خطر سره مخامخ شي.

نوموړی برمنګهم کې په غیر قانوني توګه اوسي او د پناه لپاره یې دغوښتنه کړې.

افغان ژباړونکي ته برتانیا پناه ورکړه

هلمند کې یوامریکايی خبریال او د هغه ژباړن وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت بیا وايي د پناه ټول درخواستونه د شخصي وړتیاوو پر بنسټ څېړي.

د انځور حقوق OTHER

د نوموړي پناه غوښتنې هغه اسناد چې بي بي سي لیدلي ښيي، چې کورنیو چارو وزارت نوموړي ته د طالبانو له لوري د ګواښونو پر سر اختلاف لري.

ښاغلی هوتک وايي هلمند او کندهار کې یې له ځانګړي بریتانوي ځواک سره د سرتېري او ژباړن په توګه دنده تر سره کړې.

خو له هغه درې کاله وروسته، چې بریتانوي محاربوي ځواکونه له افغانستانه ووتل، اوس ښاغلی هوتک وايي پشیمان دی او شرمېږي، چې ولې یې دوی سره دنده کوله.

بل لور د لبرال دیموکات ګوند پخوانی مشر لارډ اشډان وايي، که هوتک بېرته افغانستان ته شړل کېږي دا به یو ' شرم ' وي.

نوموړی وايي دوی پر پوځیانو تکیه کوله او هر څوک پر دې پوهېږي، چې ژباړونکو ته د طالبانو له لوري د ګواښ په صورت کې به هغوی ته پناه ورکول د بریتانیا حکومت لپاره له درناوي ډکه چاره وي.

۲۰۱۱ کال کې له هغه وروسته، چې ښاغلی هوتک د فرانسې کالې کمپ له لارې په یوه لارۍ کې بریتانیا ته ورسېد د بریتانیا حکومت یې د پناه درخواست رد کړ.

هوتک وايي له دې کبله په غوسه دی، چې پوځي دندې یې ورسره مرسته و نه کړه او وايي اوس چې د ژوند تېرولو لپاره ملګرو ته محتاج دی، له خورا سختو حالاتو سره مخامخ دی.

د انځور حقوق .
Image caption لارډ اشډان وايي که هوتک افغانستان ته شړل کېږي دا به یو ' شرم ' وي

نوموړی وايي:

''تاسې خپل پوځیان اتلان بولئ او موږ ستاسې اتلان وساتل، موږ د دوی لپاره ژباړه کوله، خو دوی زموږ خدمتونه استعمال کړل او بیا یې موږ پرېښودو. ښايي موږ د بل چا لپاره کار کړی وای او اوس به خوندي وو. ''

بل لور ته د بریتانیا حکومت یوه ویاند ویلي:

د پناه غوښتلو ټولې قضیې د اړوند کس د شخصي وړتیاوو په پام کې نیولو او هغو ثبوتونو پر بنسټ څېړل کېږي، چې پناه غوښتونکي یې وړاندې کوي.

حکومت وايي په ځايي کچه ټاکل شوې ملکي کمېټه بریتانیا کې له افغان ژباړونکي سره په دې اړه ګډ کار کوي، چې هر افغان ژباړونکي سره چې بریتاوي ځواکونو سره یې دنده تر سره کړي کابل او بریتانیا کې مرسته وکړي.

اړونده مطالب