ټرمپ: له روسیې سره د پټو اړیکو خبرې احمقانه دي

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي ټرمپ ویلي دغه تورونه د ده دیموکرات مخالفانو پنځولي

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد پر څارګرو ادارو د ده ټیم او روسیې تر منځ د اړیکو له رپوټونو وروسته نیوکه کړې.

ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت پر ادارې او ایف بي ای په غیر قانوني توګه د دغو معلوماتو خپرولو تور پورې کړی.

د امریکا ځینو رسنیو ویلي و، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د ډونلډ ټرمپ یو شمېر متحدین په پرلپسې توګه له روسي چارواکو سره اړیکه کې وو.

ډونلډ ټرمپ: له روسیې د بندیزونو د لرې کولو لپاره لا وختي ده

ټرمپ 'له روسیې او چین سره ګډ کار ته لېوال' دی

د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار استعفا وکړه

څارګرو ادارو له دې مخکې ویلي و، چې دوی فکر کوي روسیې د امریکا ټاکنو کې د ټرم بریا لپاره هڅې کړې.

مسکو دغه ادعاوې رد کړي او دروغ یې بللي. د روسیې حکومت ویاند فیمتري پیکوف د چهارشنبې پر ورځ ویلي، د ولسمشر له متحدینو سره د اړیکو تازه رپوټونه رښتیا نه دي.

د پنجشنبې پر ورځ به ریکس ټېرسن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه لومړی ځل له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره خبرې کوي.

دغه لیدنه به د جرمني بون ښار کې د جي ۲۰ هېوادونو د غونډې پر مهال وشي.

د ملي امنیت لپاره د امریکايي ولسمشر سلاکار مایکل فالن پر روسیې د لګېدلو بندیزونو لړ کې له روسي چارواکو سره د خبرو له تور وروسته استعفا کړې.

ولسمشر ټرمپ وايي این ایس اې او ایف بي ای د اړیکو په تړاو دغه رپوټونه رسنیو کې افشا کړي.

د انځور حقوق TWITTER
Image caption ولسمشر ټرمپ پر ټویټر پاڼه لیکلي، د څارګرو ادارو له لوري په غیر قانوني توګه معلومات نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ته ورکړل شوي

نوموړي پر ټویټر پاڼه لیکلي، د څارګرو ادارو له لوري په غیر قانوني توګه معلومات نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ته ورکړل شوي دي.

خو له دې سملاسي وروسته نوموړي په یوه بل ټویټر پیغام کې وویل، دغه معلومات احمقانه دي او وايي د ده دیموکرات مخالفانو پنځولي دي. نوموړي پر ټویټر لیکلي:

''له روسیې سره د اړیکو خبرونه احمقانه دي او دا یوازې د دې لپاره کېږي، چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال د هېليري کلینټن پر تېروتنو پرده وغوړول شي. ''

د ولسمشر ټرمپ له لوري په یوه بل ټویټر پیغام کې ولیکل شول، چې 'اصلي رسوايي خو دا ده، چې د هېواد محرم معلومات د څارګرو ادارو له لوري د خوږې په څېر وېشل کېږي، چې دا امریکايي چلند نه دی. '

ورته مطالب