د امریکا دفاع وزیر د ناټو پر اهمیت ټینګار کوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د امریکا دفاع وزیر د ناټو پر اهمیت ټینګار کوي

د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس ناټو د اتلانتیک سمندر دواړو غاړو تر منځ اړیکو کې یو مهم تیر بللی دی.

خو د ناټو له سرمنشي سره له غونډې وروسته ښاغلي متېس ټینګار وکړ چې د ناټو غړو هېوادونو دفاع لپاره لګښت باید ټول په ګډه ورکړي.

دی دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې روسیه هم په ختیځه اروپا او هم په شمال کې له پوځي پلوه بوخته ده. دغه رپوټ له شمالي قطبه دی.