ټرمپ منځني ختیځ کې د سولې "لوی" هوکړه لیک لاسلیکولو ژمنه کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ولسمشر ټرمپ نه له تل ابیبه قدس ته د امریکا د سفارت د لېږدېدولو په تړاو پوښتنه وشوه، د نوموړي ځواب دا و چې "غواړم دا کار وشيو موږ دا کار په قوت سره څېړو، په ډېر دقت سره دا مسله څېړو، رښتیا وایم".

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ګډې خبري غونډې ته وویل، د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ به د "سولې یوې لویې هوکړې" رسېدو لپاره جدي کار وکړي.

په سپینه ماڼۍ کې ولسمشر ټرمپ وویل، دواړې غاړې باید یو او بل ته تر یوه حده ورتېر شي. ټرمپ له خپل مېلمه وغوښتل چې "د یوڅه وخت لپاره د مېشتېدنې لړۍ ودروي".

د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د شخړې د حل په اړه ټرمپ وویل، دواړې غاړې باید مخامخ خبرو کې یوې داسې هوکړې ته ورسېږي، چې دواړه پرې راضي وي.

د دواړو دولتونو د منحل کېدو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې ټرمپ وویل "د دواړو دولتونو د منحل کېدل څېړم او هغه حل به د منلو وړي وي چې دواړه پرې راضي وي."

د امریکا سفارت تل ابيب که بيت المقدس کې

د منځني ختیځ کړکېچ: پاریس د ۷۰ هېوادونو د استازو کوربه دی

له ولسمشر ټرمپ نه له تل ابیبه قدس ته د امریکا د سفارت د لېږدېدولو په تړاو پوښتنه وشوه، د نوموړي ځواب دا و چې "غواړم دا کار وشيو موږ دا کار په قوت سره څېړو، په ډېر دقت سره دا مسله څېړو، رښتیا وایم".

د اسرائیلو لومړي وزیر د سولې په تړاو خپل دوه شرطونه وړاندې کړل: لومړی دا چې دده په ټکو فلسطینیان یهودي دولت په رسمیت وپېژني او دویم دا چې د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې اسرائیل پر بشپړ امنیتي کمربند واکمن شي".

ټرمپ په منځني ختیځ کې د سولې رسېدو لپاره خپل زوم جارد کوشنر- چې ډېره دیپلوماتیکه تجربه نه لري، څارونکی ګومارلی دی.

د فلسطینیانو خبرداری

د انځور حقوق EPA

وړاندې فلسطینیانو سپینه ماڼۍ هڅولې وه، چې د یوه خپلواک فلسطیني هېواد رامنځ ته کېدو د حل لاره له پامه ونه غورځوي.

د فلسطین د ازادیپال سازمان جګپوړي غړي حنان عشراوي د یوه امریکايي چارواکي د خبرو په غبرګون کې د سې شنبې په ورځ وویل: "که د ټرمپ دولت دغه تګلاره رد کړي، د سولې فرصت به له منځه ولاړ شي او د امریکا ګټې، مقام او باور به کمزوری کړي".

ورته مطالب