"د هند ځینې ځوانان له خپلو کورنیو سره په ننګرهار کې له داعش سره یو ځای شوي"

انډین اېکسپرېس:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په ننګرهار کې د داعش یو مرکز چې افغان ځواکون نیولی دی.

د هند انډین اېکسپرېس ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې د دغه هېواد له سوېلي ایالت کېرالا نه په دې وروستیو کې یو شمېر کسان په افغانستان کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې سره یو ځای شوي دي.

ورځپاڼې ویلي چې په دې لړ کې اته میاشتې وړاندې دوه وروڼه له خپلو کورنیو سره له دغه ایالته تللي او په ننګرهار ولایت کې د داعش غرنیو مرکزونو ته رسېدلې دي.

دغه دوه ورونه اعجاز او شېهاز نومېږي او د کیتیاپورایل په نامه کورنۍ غړي دي. اعجاز ډاکټر دی او درې ماشومان لري چې دوه پکې غبرګوني دي او په ننګرهار کې زېږېدلي دي. شیهاز انجینر دی. د دوی د کورنۍ نورو غړو او ملګرو انډین اېکسپرېس ته مرکو کې ویلي، چې اعجاز په ننګرهار کې د اسلامي دولت ډلې د واک لاندې سیمه کې ډاکټري کوي او اعجاز د ښوونکي په توګه کار کوي.

دوی دواړه درې کاله وړاندې په خپله سیمه کې له اسلامي بنسټپالو سره د ناستې ولاړې له لارې سخت دریځي شوي وو او وروسته یې د همدغو اړیکو له لارې ځانونه ننګرهار ته ورسول. پلار یې وايي، د دوی له کړنو سره مخالف دی، خو مور یې بیا وايي، چې کله یې زامن ورته ټیلیفون وکړي نو همدا غوښتنه ترې کوي چې بېرته ور ستانه شي، خو وايي، زامن یې ورته وايي، چې که څه هم په ننګرهار کې یې ژوند سخت دی، خو بېرته هند ته نه ستنېږي او د خپلې کورنۍ له نورو غړو هم غواړي چې د دوی له لیکو سره یو ځای شي.

د ورځپاڼې په خبره د هند له دې سوېلي سیمې ځینې نور کسان هم له خپلو مېرمنو سره د داعش لیکو ته ورغلي. خو د ورځپاڼې د مالوماتو له مخې، په دوی کې ډېری کسان د داعش په جنګي لیکو کې نه دي، بلکې د اعجاز او شیهاز په څېر ډاکټري، دوکانداري، ښوونه، تبلیغ او نور خدمتونه ورته کوي.

شیکاګو ټریبیون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو امریکايي قومندان هم له ډونلډ ټرمپ غوښتي چې دغې جګړې ته نور پوځیان واستوي.

د امریکا شیکاګو ټریبیون ورځپاڼې د هېرې شوې جګړې تر سر لیک لاندې پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړی، چې د افغانستان کړکېچ باید له یاده و نه باسي.

ورځپاڼې ویلي، چې د افغانستان د اوسنۍ جګړې اوس شپاړسم کال روان دی، خو له امریکايي نظر او ذهنه وتلې ښکاري. په دې سرلیکنه کې د افغانستان د کړکېچ اواری په دې مهم بلل شوی، چې که دا کار و نه شي، افغانستان به یو ځل بیا د تېر په څېر د نړیوالو ترهګرو په پټنځي بدل شي او امریکا به هم ترې ګواښل کېږي. دا چې اسلامي دولت ډله هم اوس په افغانستان کې فعاله ده، نو د ورځپاڼې په باور د دغه کړکېچ اواري ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

ورځپاڼې د ټرمپ حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د دې کار لپاره باید لومړی د افغان دولت د مشرانو تر منځ خپلمنځي اختلافات ژر تر ژره اوار کړي او په دې کار کې منځګړیتوب وکړي. دا چې افغانستان وار له مخه په یوه خونړۍ جګړه کې راګېر دی، نو د ورځپاڼې په خبره دغه هېواد د حکومت خپلمنځي ستونزې او درزونه نه شي زغملی او وايي که حکومت په سمه بڼه حکومتولي و نه کړي نو سمونونه هم نه شي راوستلای. ورځپاڼې ویلي چې د ټرمپ اداره باید د پاکستان پر پوځي او ملکي چارواکو هم فشار راوړي چې د وسله والو له ملاتړه لاس واخلي او افغانستان ته په سولې راوستو کې همکاري وکړي.

ډان:

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغان سفارت مرستیال ور غوښتی او هغه ته یې اعتراض کړی، چې د جماعت الاحرار په نوه ډلې په افغانستان کې له خپلو پټنځیو په پاکستان کې وروستي بریدونه کړي دي. ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له قوله ویلي، چې افغان استازي عبدالناصر یوسفي ته همداراز ویل شوي، چې پاکستاني حکومت وار له مخه افغان چارواکو سره په افغانستان کې د یادې ډلې پر مرکزونو خبرې کړې وې او د کره استخباراتي مالوماتو په استناد یې ورنه غوښتي وو، چې د دې ډلې پر ضد ګامونه پورته کړي.

د ورځپاڼې په خبره پاکستاني چارواکو په دې اړه ښاغلي یوسفي ته یو مالوماتي لیک هم سپارلی چې پکې د بریدونو او د هغوی د عاملینو په اړه مالومات وړاندې شوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په چاودنه کې امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله واوښتله.

ګارډین:

د برتانیا ګارډین ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د هغې وینا په اړه یو مطلب لیکلی، چې ویلي یې دي، په نړۍ کې د سولې د خوندیتوب لپاره د اروپا یو موټیتوب اړین دی. نوموړي ویلي، نړۍ په زیاتېدونکې توګه له تاوتریخوالي کړېږي، ځکه باید اروپا د شخړو د زیاتېدو او ژورېدو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي. د ده په وینا، نړۍ نوره دوه قطبي نه ده، خو څو قطبي شوې هم نه ده.