د کیم جونګ نام د وژنې په تور دوې ښځې نیول شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption د مالیزیا پولیس لاهم د ځینو مشکوکو کسانو د نیولو په لټه کې دي

د شمالي کوریا د مشر د ورور کیم جونګ نام د وژل کېدو په تور د مالیزیا کولالامپور کې دویمه مشکوکه ښځه نیول شوې.

کیم جونګ نام د تېرې دوشنبې په ورځ د مالیزیا کولالامپور ته د الوتنې پرمهال ظاهراً د زهرو په مټ وژل شوی.

تر دې وړاندې د نوموړي د وژنې په تور یوه بله ښځه هم نیول شوې وه.

لومړۍ نیول شوې مشکوکې ښځې په ویتنامي پاسپورټ د سفر هوډ درلود، چې د چارشنبې په ورځ ونیول شوه.

د شمالي کوریا د مشر د ورور د وژنې ترشا

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ایل ناسکه ورور مالیزیا کې وژل شوی

د مالیزیا د پولیسو یوه عمومي څارنوال سري خالد بن ابو بکر ویلي، دویمه ښځه د پنجشنبې په ورځ ونیول شوه.

سي سي ټي وي ویلي، یادې ښځې اندونیزیایی پاسپورټ درلود.

د مالیزیا پولیس وايي، د کیم جونګ نام د مړي په اړه ازموینې بشپړې شوې دي.

د مالیزیا پولیس وايي، نیلو شوې مشکوکې ښځې به د پنجشنبې په ورځ محکمه کې حاضرې کړل شي.

قوي بدګومانۍ شته چې شمالي کوریا د کیم جونګ نام د وژنې تر شا وي، خو تر اوسه دا مسله نه ده منل شوې.

د انځور حقوق REX/SHUTTERSTOCK
Image caption د جنوبي کوریا او مالیزیا رسنیو کې د مشکوکې نیول شوې ښځې انځور

مالیزیا تر اوسه رسماً نه ده تایید کړې چې د کیم چول په نامه سفر کوونکی هماغه کیم جونګ نام دی.

د مالیزیا مرستیال لومړي وزیر احمد زاهد حمیدي د پنجشنبې په ورځ رسماً د یوه سړي وژل کېدل ومنل، چې په وینا یې د کیم چول په نامه یې سفر کاوه.

پولیس وايي، د ځینو نورو مشکوکو کسانو د نیولو په لټه کې دي.

د امریکا یوې باخبره دولتي سرچینې ویلي، اټکل دی چې کیم جونګ نام د شمالي کوریا د مامورینو په مټ مسموم شوی وي.

د جنوبي کوریا د څارګرې ادارې مشر لي بیونګ هو ددغه هېواد پارلمان ته په وینا کې ویلي، پیونګ یانګ له څو کلونو راهیسې د کیم جونګ نام د وژلو هوډ درلود، خو چین یې ساتنه کوله.

د رپوټونو له مخې، نوموړي تېر کال هم د هغه د وژل کېدو هڅه شوې وه.

شمالي کوریا له خپلې خاورې بهر په وژنو، بریدونو او انسان تښتونو کې اوږده مخینه لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption کیم جونګ نام د تېرې دوشنبې په ورځ د مالیزیا کولالامپور ته د الوتنې پرمهال ظاهراً د زهرو په مټ وژل شوی.

اړونده مطالب

ورته مطالب