ټرمپ بیا پر رسنیو تونده نیوکه وکړه

دا غونډه د فلوریډا ایالت ملبورن ښار کې وه، چې تر ډېره د ټرمپ ټاکنیز کمپاین ته ورته ښکارېده

د عکس سرچینه، APTN

د عکس تشریح،

دا غونډه د فلوریډا ایالت ملبورن ښار کې وه، چې تر ډېره د ټرمپ ټاکنیز کمپاین ته ورته ښکارېده

د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ فلوریډا ایالت کې "د امریکا لپاره راغونډېدو" غونډه کې پر رسنیو یوځل بیا ټینګه نیوکه وکړه.

نوموړي خپلو راغونډو شویو پلویانو ته وویل، رسنۍ نه غواړي چې "حقیقت ولېږدوي" او دوی خپلې اجنډاوې لري.

دا مراسم د ټرمپ د ډلې له خوا جوړ شوي وو، نه د سپینې ماڼۍ له لوري، چې تر ډېره د ولسمشرۍ د ټاکنیز کمپاین بڼه یې لرله.

څارونکي وايي، د ټاکنیز کمپاین پېر ته له ورته غونډو ښکاري چې د امریکا ولسمشر ته دا کار مناسب نه ښکاري.

دا غونډه داسې مهال شوې چې کابو یوه اونۍ وړاندې د ټرمب د ملي امنیت سلاکار مایکل فلېن له خپل مقامه استعفا اعلان کړه.

د "اسلامي دولت" ډلې ختمولو پلان

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح،

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، ټرمپ غواړي مخامخ ولس ته وغېږي

ټرمپ پر رسنیو خپله نیوکه او تورونه بیا تازه کړل چې په وینا یې "شفافیت پکې نه شته"، ده وویل ځینې رسنۍ "نه غواړي حقیقت ولېږدوي.

نوموړي زیاته کړه: "د دوی رسوا کولو ته به دوام ورکړو، موږ به بریالي کېږو، بریالي کېږو بریالي کېږو."

د ټرمپ د وینا مهم ټکي دا وو:

  • د ژمنه کړي دېوال جوړېدل به ژر پیل شي.
  • د ناقانونه کډوالو ایستل.
  • د امریکا د مالیاتي سیستم کې جدي اصلاحات راوستل.
  • د ټاکنیز کمپاین پرمهال د هغې ژمنې بیا تازه کول چې امریکا به "خوندي" کوي" او "دویم قوي حدود به ولري."
  • ده وویل، امریکایان به "لوی روغتیایي پلان ولري" او د اوباما د اصلاحاتو پلان به لغوه کړي.
  • نوموړي ټینګار وکړ چې د سپینې ماڼۍ اداره "په ډېرې نرمۍ چارې مخته وړي"، خو هغه ګومانونه یې رد کړل چې ګني اداره یې د ګډوډۍ په حالت کې ده.
  • ده ژمنه وکړه چې د ډېرېدونکې بیروکراسۍ کچه به ټیټه کړي.
  • د امریکا ولسمشر زیاته کړه، د "اسلامي دولت" نومې ډلې د بشپړې ختمونې لپاره پلان په جوړېدو دی.
  • په امریکا کې د لا نورو دندو رامنځ ته کولو او د پوځ د سمې رغونې ژمنه یې وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

مایکل فلېن د تېرې دوشنبې په ورځ د ټرمپ د ملي امنیت چارو کې د سلاکار له دندې استعفا وکړه

د امریکا د ولسمشر ویاندې سارا هکابي ساندرزو وویل، ټرمپ غواړي "له هېڅ غوراوي پرته" ولس ته مخامخ وغږېږي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ ټرمپ له خبریالانو سره په یوه خبري غونډه کې ۷۶ دقیقې خبرې وکړې او دوی ته یې وویل چې "په دوی کې د بې باورۍ کچه له کنټروله بهر وه". د نوموړي څرګنده اشاره د ټاکنیز کمپاین پرمهال له روسي چارواکو سره د اړیکو په تړاو ګومانونه وو.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح،

فلوریډا کې د ټرمپ زرګونه ملاتړي حاضر شوي وو