د نړۍ د امنیت لپاره جګړه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نړۍ د امنیت لپاره جګړه

په جرمني کې د میونيخ امنیتي غونډې په وروستۍ ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر عربي هېوادونو غږ وکړ چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره باید په ګډه کار وکړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر بیا په خپله وینا کې ایران د ترهګرۍ ملاتړی وباله.

پرون افغان ولسمشر اشرف غني د ترهګرۍ پر ضد څرګندونو کې وویل، افغانستان د نړۍ د امنیت لپاره جنګېږي.