د بخښنې نړیوال سازمان: تفرقه اچوونکې شعارونه نړۍ ته ګواښ دی
د ښاغلي ټرمپ د کډوالۍ سیاست په امریکا او نړۍ کې ډېرې نیوکې راوپارولې
د بخښنې نړیوال سازمان وایي؛ هغه سیاستوال چې له تفرقه اچوونکو او داسې شعارونو کار اخلي چې له بشردوستانه احساساتو تشې دي، نړۍ نوره هم د ګواښونو او وېشلو لور ته بیایي.
دغه سازمان په خپل کلني راپور کې په ځانګړې توګه د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه د مثال په ډول یادونه کړې چې د "لا غوسه پاروونکي او تفرقه اچوونکي سیاست" مخته بیایي.
د بشري حقونو دغه ملاتړي سازمان د نړۍ د نورو هېوادونو لکه ترکیې، هنګري او فلیپین پر مشرانو هم نیوکه کړې چې ددې ډلې په وینا د وېرې، پړې او وېش له ژبې کار اخلي.
د بخښنې نړیوال سازمان همداراز وویل؛ دولتونه د کډوالو له مسالې د سیاسي ګټو لپاره کار اخلي.
دغه سازمان په خپل راپور کې چې ۱۵۹ هېوادونه یې تر پوښښ لاندې راوستي، په اروپا او امریکا کې پناه غوښتونکو پروړاندې د کرکجنو څرګندونو ډېرېدو ته ته اشاره کړې او ویلي؛ پایلې یې د توکم، جنسیت، ملیت او مذهب له مخې پر خلکو د لا ډېرو بریدونو لامل کېږي.
د بخښنې نړیوال سازمان له هغو هېوادونو نیوکه وکړه چې یو مهال یې ځانونه په بهر کې د بشري حقونو سخت ملاتړي ګڼل او اوس په خپلو هېوادونو کې د بشر حقونه محدودوي.
دغه سازمان د ترکیې، هنګري او فلیپین پر مشرانو نیوکه کړې چې په وینا یې د وېرې، پړې او وېش له ژبې کار اخلي
د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي سلیل شیټي وویل: "د خلکو د حقونو لپاره د جګړه کولو پرځای، ډېرو مشرانو د سیاسي مصلحتونو لپاره له داسې اجنډا کار اخیستی چې بشردوستانه احساسات پکې نه لیدل کېږي."
"د هغه څه حد او حدودو بدلون موندلی چې د منلو دي. سیاستوال په ډېرې بې شرمۍ او فعال ډول ټول کرکجن شعارونه او پر هویت راڅرخېدونکي سیاستونه کاروي: توکمپالنه، ښځو سره ضدیت او له همجنس خوښو وېره."
دغه سازمان په ځانګړې توګه امریکا ته له اوو مسلمانونو هېوادونو د کډوالو او پناه غوښتونکو د ورتګ منع کولو لپاره د ښاغلي ټرمپ اجرایي فرمان ته اشاره کړې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان وویل؛ ښاغلي ټرمپ "تر ټاکنو وړاندې د کرکجنو او له پردیو د وېرې شعارونه" ددې فرمان په صادرولو په عمل کې پیاده کړل. دا فرمان د امریکا محکمو وځنډوه، خو تمه کېږي چې ډېر ژر تر هغې یو څه نرم فرمان صادر کړي چې د ایران په ګډون ددغو اوو هېوادونو وګړي په نښه کوي.
خو د بخښنې نړیوال سازمان همداراز د فلیپین ولسمشر رودریګو دوترېته، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان ته اشاره وکړه چې د "موږ د هغوی پروړاندې" له شعار نه کار اخلي.
ښاغلي شیټي وویل؛ په ۲۰۱۶ کال کې د نورو د ملامت ګڼلو، د کرکې او وېرې رامنځته کولو دا شعارونه داسې کچې ته ورسېدل چې له ۱۹۳۰ لسیزې راهیسې چې اډولف هټلر واک ته ورسېد نه و تر سترګو شوي.
دغې ډلې لیکلي؛ په دې لیدلوري کې د بشر حقونه د ملي ګټو پرمخ د خنډ په توګه پېژندل کېږي.
د بخښنې نړیوال سازمان د بریتانیا څانګې مدیرې کېټ آلن د بریتانیا دولت وروستۍ پرېکړه "شرموونکې وبلله" چې دغه هېواد ته د یوازې پاتې ماشومانو ورتګ یې ودروه. دا ماشومان چې اوس په اروپا کې دي شمېر یې نژدې ۹۰ زره اټکل کېږي.
په راپور کې دغه راز اشاره شوې ده چې:
- تېرکال ۳۶ هېوادونو هغو هېوادونو ته د کډوالو په بېرته ستنولو چې ددوی حقونه پکې له ګواښ سره مخامخ و، نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي
- نړیواله ټولنه د سوري پناه غوښتونکو د مسوولیت منلو وېشلو کې پاتې راغله
- د سوریې، یمن، لیبیا، افغانستان، مرکزي امریکا، د مرکزي افریقا جمهوریت، بروندي، عراق، سوېلي سودان او سودان کې د کړکېچ دوام چې د حل لپاره یې "لږه سیاسي اراده" شته
- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ سیالي دا شورا فلج کړه او ددې لامل شوه چې د جنګي جرمونو په تړاو بې تفاوتي په یوه "عادي" او "بنسټیز شوي" کار واوړي
- امریکا، بریتانیا، روسیه او نور اروپایي هېوادونه د وسلو پلورلو ته دوام ورکوي په داسې حال کې چې په جنګي جنایتونو د بشري حقونو د نقض په نورو مواردو کې له دغو وسلو کار اخیستو څرګند شواهد شته.
د بخښنې نړیوال سازمان نیوکه کړې چې له کډوالو سره د مرستې لپاره کافي هڅې نه دي شوي