د ټپي فلسطیني برید ګر وژونکي اسراییلي پوځي ته د ۱۸ میاشتې زندان سزا

ازاریا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

ازاریا د محکمې د پرېکړې پر مهال موسکی و

یوه اسراییلي پوځي افسر ته د ټپي شوي فلسطیني بریدګر وژلو له کبله د ۱۸ میاشتې زندان سزا ورکړل شوه.

ایلور ازاریا له دې کبله مجرم بلل شوی، چې تېر کال یې ۲۱ کلن عبدالفتح الشریف په ډزو وژلی و. ازاریا د عبدالفتح له وژلو وروسته خپلو ملګرو سرتېرو ته ویلي و، چې باید دغه کس ووژل شي، ځکه په وینا یې پر بل اسراییلی سرتېري یې د چاکو ګوزار کړی و.

اسراییلي پوځي مشرانو د نوموړي دغه کړنه غندلې وه، خو ځینو نورو کسانو بیا د هغه دغه کړنه ستایلې وه.

له قانون سره سم شونې وه، چې هغه ته تر ۲۰ کلونو پورې د زندان سزا ورکړل شي، خو منصفه پلاوي د نوموړي لپاره له دریو تر پنځو کلونو پورې د زندان سزا غوښتنه کړې وه.

د عبدالفتح الشریف کورنۍ د ازاریا لپاره د عمري زندان سزا غوښتنه کړې وه.

د بي بي سي خبریال جاني ډایمنډ په خبره د نوموړي د رتبې ټیټولو امر هم شوی او وايي کله چې محکمې پرېکړه کوله، هغه موسکی و.

د پرېکړې پر مهال محکمې وویل، د هغه جرم ځکه سپک دی، چې وايي دا د هغه لومړنی جرم دی او دا چې هغه ته په څرګند ډول نه و ویل شوي، چې دغسې حالت کې باید څه وکړي.

لسګونه ښي اړخي مظاهره کوونکي د تل ابیب پوځي محکمې بهر، چې دفاع وزارت کې تر سره کېده، یو ځای شوي وو.

د اسراییلو لومړي وزیر بنامین نتنیاهو ویلي و، د ازاریا د بښنې هرې پرېکړې پلوي به وکړي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

ویډیو کې ازاریا لیدل کېږي، چې ټپي شوی بریدګر په ډزو ولي

دغه مهال په پراخه کچه اسراییلي ټلویزیونونو هغه ویډیويي کلیپ خپور کړ، چې په کې ازاریا ټپي فلسطینی پر سر په ډزو ویشتلو حالت کې لیدل کېږی.

محکمې د ازاریا هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې ده فکر کاوه، عبدالفتح ځانمرګي واسکټ اغوستی او له همدې کبله یې پر نوموړي ډزې کړې وي. له دغې پېښې وروسته اسراییلو کې په دې اړه تاوده بحثونه راپورته شول، چې د بریدګرو خلاف څه ډول حالاتو کې باید اسراییلي پوځیان زور وکاروي.