امریکا د غیر قانوني کډوالو شړلو لپاره نوې تګلاره اعلان کړې
امریکايي پوله ساتي ځواکونه ټیکساس کې یو غیر رسمي کډوال نیسي
د متحدو ایالتونو حکومت له دغه هېواده د غیر قانوني کډوالو شړلو لپاره سختې تګلارې اعلان کړې دي
ویل کېږي له هغو غیر قانوني کډوالو سره به هم په جدي جرمونو کې د ښکېلو مجرمانو په څېر ډول چلن کېږي، چې له دوکانونو د غلا کولو او یا ترافیکي قوانینو نه مراعتولو لړ کې نیول کېږي.
دې سره ښايي په امریکا کې هغه ټول غیر رسمي کډوال اغېزمن شي، چې ویل کېږي شمېر یې ۱۱ میلیونو ته رسېږي.
خو دغه پلان کې به هغه کډوال نه راځي، چې د بارک اوباما حکومت پر مهال امریکا ته په ماشومتوب ورغلي وو.
د امریکا د کورني امنیت اداره پلان لري، چې د ګمرکونو کارکوونکو د په څېر لس زره نوي کسان په دندو وګوماري او دغه راز به په پوله ساتونکي ځواک کې ۵۰۰۰ نوي کسان شامل کړل شي. د ملي امنیت ادارې له لوري ویل شوي:
''هغه ټول کسان چې د کډوالۍ له قانونه سر غړونه کوي، د امریکا له متحدو ایالتونو د شړلو تر حده ښايي اغېزمن شي."
د مخکني ولسمشر اوباما د حکومت پر مهال د امریکا ګمرک چارواکو ته ویل شوي وو، چې یوازې په لویو جرمونو کې ښکېل کسان او یا د امریکا پولو سره په وروستیو کې نیول شوي هغه کډوال چې رسمي اسناد و نه لري، له امریکا وشړي، خو د ټرمپ پالیسي دې سره څرګند توپیر لري.
د چارواکو په وینا د ټرمپ حکومت د هېواد له لر او بره د ټولو غیر قانوني کډوالو شړلو ته ' لومړیتوب ' ورکوي.
چارواکي وايي د پوله ساتونکو شمېر به ډېر کړي
ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې د امریکا پر پولو به امنیت ټینګ کړي او دغه راز به له مکسیکو سره پر پوله دیوال جوړ کړي، چې د دندې له سمبالولو وروسته یې دې لړ کې یو ځانګړی فرمان خپور کړ.
د کورني امنیت ادارې له لوري د نوې تګلارې اعلان د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو او د ښاغلي ټرمپ ژمنې پوره کولو لړ کې تازه ګامونه بلل کېږي.
خو په نوې تګلاره کې نه دي ویل شوي، چې له مسکیکو سره د جوړېدونکي دیوال لګښت به له کومه ورکول کېږي او له نیول کېدو وروسته به امریکا مېشتي غیر قانوني کډوال چېرې ساتل کېږي.