انجلینا جولي ولې حشرې خوري؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

انجلینا جولي کمبودیا ته د "لومړی مې یې پلار وواژه" په نوم د فلم پرانیستلو د سفر پرمهال نه یوازې د حشرو پخولو کې، بلکې خوړلو کې هم ګډون وکړ او د حشرو له خوړلو سره یې د مینې لرلو په اړه وویل، چې ولې یې دا کار کړی؟

اټکل کېږي چې د نړۍ نفوس به تر ۲۰۵۰ کال پورې نهو میلیاردو ته ورسېږي، په دې معنا چې په نړۍ کې د خوړو تولید باید کابو دوه برابره ډېر شي. د نفوس په ډېرېدو سره د خوړو د خوندیتوب، په تېره بیا د پروتین لپاره باید د غوښې او کبانو د دودیزو خوړو پرځای نوې سرچینې وموندل شي.

د حشرو خوړل هم یوه لاره کېدای شي، طبیعي سرچینې نه ختمېږي او چاپېریال ته هم زیان نه رسېږي، انسان مړولی شي او په مناسب وخت کې د حشرو روزل اسانه او ارزانه دي.

ولې لوېدیځو هېوادونو کې حشرې نه خوړل کېږي؟

د یوه اټکل له مخې، په نړۍ کې دوه میلیارده وګړي د خپل دودیزو خوړو پرځای حشرې خوري، خو لاهم په لوېدیځو هېوادونو کې دا کار نه کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د اسیا په ختیځ کې د حشرو خوړل ډېر دود دي

یو لامل یې دا دی چې په دغو هېوادونو کې حشرې ککړې دي او صحي نه وي چې د بېمارۍ لېږدوونکې ګڼل کېږي. د انسان د ژوند تګلاره او د کښتونو پراخوالی د حشرو د افت ډېرېدو لامل ګڼل کېږي.

مچان او غوماشې پر کورونو هجوم وروړي او موږ چیچي، ځینې حشرات خوراکي توکو ته لاره مومي چې دا کار زموږ لپاره یو لوی سرخوږی جوړوي.

له دې کبله ورو- ورو د حشرو خوړل دودېږي.

د حشرو خوړل څه ګټه لري؟

د خوړل کېدونکو حشرو د یوه شرکت بنسټګره شامي رادیا وايي، حشرې سوپر خواړه ګڼل کېدای شي:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ورو ورو د حشرو خوړل دودېږي او انسانان یې هم خوړولو ته سوکه سوکه مخه کوي، همدا ده چې د ګڼو هېوادونو رسټورانټونو ته حشراتو مخه کړې ده یا په ځینو خرڅلاوځیو کې حشرې موندل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په لوېدیځو هې،ادونو کې ورو ورو د حشرو خوړل دودېږي (واشنګټن کې یو رسټورانټ)

"هغوی له پروتینو، معدني توکو او اسیدونو ښه ګڼل کېږي".

د دوی روزل د چاپېریال لپاره د مرغانو له روزنې غوره دي. حشرات د خوړو له پاتې شونو تغذیه کېږي.

کوم ډول حشرې خوړل کېدای شي؟

د فایو په وینا، ۱۹۰۰ ډوله حشرې خوړل کېدای شي. تر ټولو ډېرې خوړل کېدونکې حشرې په لاندې ډول دي:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

چاکلېټ + حشره (فرانسه)

ګونګټې، مچۍ، ملخان، افتي ملخان، سپین میږیان، غوماشې او مچان.

ایا لوېدیځ هېوادونه به هم یوه ورځ حشرې وخوري؟

ورو ورو د حشرو خوړل دودېږي او انسانان یې هم خوړولو ته سوکه سوکه مخه کوي، همدا ده چې د ګڼو هېوادونو رسټورانټونو ته حشراتو مخه کړې ده یا په ځینو خرڅلاوځیو کې حشرې موندل کېږي.

تجربو ښودلې چې د حشرو د خوړونکو شمېر د وخت په تېرېدو بدلېږي او د خلکو ذوق هم ورسره تغیرېږي.

د عکس سرچینه، EAT GRUB

د عکس تشریح،

پیزا خوړو کې هم د حشرو ورګډول په دودېدو دي

د عکس سرچینه، Getty Images