د موصل هوایي ډګر نیولو لپاره د عراقي ځواکونو عملیات پيل شول

د عکس سرچینه، EPA
دولتي سرچینو ویلي چې عراقي ځواکونو په روانو عملیاتو کې پرمختګ کړی دی
د عراق امنیتي ځواکونو د موصل هوایي ډګر نیولو لپاره برید پيل کړی دی. دا برید د موصل ښار له لویدیځې څنډې نه د اسلامي دولت نومې ډلې د اورپکو ویستلو لپاره د عراقي ځواکونو د عملیاتو مهمه برخه ده.
د اسوشیېټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې؛ د غزلاني پوځې هډې ته نژدې هم د دواړو لورو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.
داعش وړاندې دا سیمه ړنګه کړې وه، خو د دا ډول پراخې سیمې نیول د عراق پوځ سره مرسته کوي چې د موصل ښار پر ارتباطي لارو ولکه ولري.
د موصل ښار ختیځه برخه تېره میاشت د عراق پوځ لاس ته ولوېد. بي بي سي خبریال چې له عراقي پولیسو سره ملګری دی ویلي؛ دوی د هوایي ډګر شاوخوا ته رسېدلي دي.
د پوځ یوه ویاند د عراق ټلویزیون ته ویلي؛ د غزلاني پوځي اډې او د موصل هوایي ډګر نیولو لپاره هم مهاله عملیات پيل شوي دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عراق دولتي ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو د ملاتړ لپاره موصل ته نژدې هوایي اډه جوړه کړې ده
د پوځ د ترهګرۍ ضد واحد ویاند ویلي؛ "تاییدو چې د موصل هوایي ډګر د سقوط په حال کې دی او ډېر به یې تر خپل کنټرول لاندې راولو."
هغه زیاته کړه؛ له ترهګرۍ سره د مبارزې واحدونه او د چټک غبرګون ځواکونه په ګډه دا عملیات مخته وړي.
هوایي ډګر او د غزلاني اډه د موصل سوېلي څنډې او د دجلې سیند لویدیځې خوا کې پرتې دي. د عراق زرګونه دولتي سرتېري او پوځیان له توپخانې او هوایي ملاتړ سره د موصل بېرته نیولو کې برخه لري.
ددې عملیاتو تر پيلېدو وړاندې د موصل ختیځې برخې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی و. پوځي چارواکو ویلي؛ ددغې سیمې تنګې کوڅې لامل شوي چې د بېرته نیولو عملیات په سختۍ مخته لاړ شي.
د موصل لویدیځ ډېر نفوس لري او ویل کېږي چې ددغې سیمې په ځینو برخو کې خلک د داعش له وسلوالو ملاتړ کوي.
ملګرو ملتونو د هغو ولسي وګړو په اړه اندېښنه ښوولې چې په دغه سیمه کې ګېر پاتې دي. د راپورونو له مخې په دې سیمه کې شاوخوا ۵۶۰ زره ولسي وګړي ژوند کوي.
تردې مهال د موصل ښار او ورڅېرمه سیمو نژدې ۱۶۰ زره اوسېدونکي د جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. د ښار د ختیځې او لویدیځې برخې نښلوونکي ټول پلونه چې پر دجلې سیند جوړ شوي و، په هوایي بریدونو کې ویجاړ شوي.
داعش له ۲۰۱۴ کال راهیسې پر موصل کنټرول لري.
د موصل جګړه: عراقي ځواکونه د اسلامي دولت وروستي مرکز پرلور
د عراق دولتي ځواکونو د موصل لویدیځ پر لور چې د اسلامي دولت نومې دلې وروستی لوی مرکز دی خپل عملیات له سره پیل کړي دي.