برتانیا ته د ښځې یا مېړه رابللو لپاره د عاید قانون پر ځای پاتې شو
بریتانیا کې د ویزې سختو قوانینو زرګونه کسان له خپلې ښځې یا مېړه جلا ژوند ته اړ کړي
د برتانیا سترې محکمې د حکومت هغه پرېکړه منلې چې برتانوي وګړي هېواد ته د خپل مېړه یا مېرمنې د رابللو لپاره باید تر یوې ټاکل شوې کچې تنخوا ولري.
کمپاین کوونکي وايي په زرګونه کورنۍ د دغه قانون له امله یو له بله جلا پاتې دي.
دا قانون پنځه کاله مخکې رامنځ ته شوی و او ویل شوي ول چې د مېرمنې یا مېړه د رابللو لپاره باید رابلونکی په کال کې تر ۱۸۶۰۰ پونډو ډېره تنخوا ولري.
قاضي د هغو کورنیو غوښتنه رد کړه چې ویل یې دغه قانون د کورني ژوند لپاره دوی له خپلو انساني حقونو بې برخې کوي.
دا قانون پنځه کاله مخکې رامنځ ته شوی و او ویل شوي ول چې د مېرمنې یا مېړه د رابللو لپاره باید رابلونکی په کال کې تر ۱۸۶۰۰ پونډو ډېره تنخوا ولري.
خو دا قانون پر اروپايي وګړو نه پلی کېږي او د نورو په تېره بیا جنوبي اسیا هېوادونو ورسره لاس او ګرېوان دي.
ګڼ شمېر افغانان هم په هغو خلکو کې راځي چې دغه قانون اغېزمن کړي او برتانیا ته د خپلو کورنیو په راوستو کې پاتې راغلي.
یوه قاضي لارد کارنوات وویل، د تنخوا لرل د هغو غوښتنو برخه ده چې ښځه او مېړه وروسته د دولتي مالي مرستې غوښتنه ونه کړي او د برتانیې په ژوند کې د ګډون لپاره مالي سرچینې ولري.
ګڼ شمېر افغانان هم په هغو خلکو کې راځي چې دغه قانون اغېزمن کړي او برتانیا ته د خپلو کورنیو په راوستو کې پاتې راغلي.
د عاید درلودلو شرط پر هغو خلکو هم پلی کېږي چې د برتانیا کې دایمي ویزې لري. هغه کس چې مېرمن یا مېړه برتانیا ته راغواړي او یو اولاد لري چې برتانیوي نه دی باید ۲۲۴۰۰ عاید ولري او تر هغه د ډېرو اولادونو لپاره د هر یوه پر سر ۲۴۰۰ پونډه اضافه کېږي.
د دې قانون تر پلي وړاندې برتانیا کې کارکوونکو او کډوالو ته د خپلو کورنیو راوستل اسانه ول خو دولت غواړي دغه هېواد کې اوسېدونکي پر دولت سرچینو د فشار لامل نه وي.