د يوې قاچاق شوې ښځې کیسه

د يوې قاچاق شوې ښځې کیسه

د اروپا لروبر انساني قاچاق په يوه زياتېدونکې ستونزه او سرخوږي اوړي. دلته بريتانيا ته هر کال له دريو زرو زيات کسان قاچاقېږي، او شمېر يې هم په زياتېدو دی.

دوی د نړۍ له لروبره راځي، خو ګڼ شمېر یې له البانيا نه هم راقاچاقېږي. په ۲۰۱۵ کال کې له دې، تر يوې اندازې وړوکي هېواده له شپږ سوو زيات کسان قاچاق شوي وو، چې د ټولټال شمېر يو پر پنځمه برخه یې جوړوله.

د قاچاق دغو قربانيانو یې ګڼ شمېر ښځې وې او ډېرې يې بيا بدلمنۍ ته اړ ايستل شوې وې.