د پنځو ښځو پر وړاندې له انتارکتيکا د تېرېدو ننګونه

د پنځو ښځو پر وړاندې له انتارکتيکا د تېرېدو ننګونه

يوه پخوانۍ ښوونکې، ډاکټره او برېښناچۍ د هغو پنځو بريتانويو ښځو ترمنځ دي، چې د سږني کال وروستيو کې د ژوند يوې سختې ننګونې ته ځانونه چمتو کوي. دوی چې اوس پوځ کې دي، د دې هڅه به کوي چې له کومې مرستې پرته له انتارکتيکا تېرېدو کې لومړۍ ښځينه ډله شي.

دوی اوس په ناروې کې په روزنه بوختې دي، او دې کې تر ازموينې لاندې دي، چې وګوري که د نارينه وو په څېر له خورا سختو شرايطو تېرېدی شي که څنګه.

بي بي سي هم ورسره مله شوې وه.