عمر اوږدوونکې مېوه او سبزي

ر
د عکس تشریح،

څېړونکي وايي، مېوه او سبزي خوړل په کال کې د ۷،۸ میلیونه خلکو د وار مخکې مړینې مخنیوی کولی شي.

څېړونکي وايي، په ورځ کې لس ځله مېوه او سبزي خوړل عمر اوږدولی شي.

د لندن امپریل کالج دا څېړنه وايي، که د مېوې او سبزي خوړلو دغه دود پلی شي په کال کې د ۷،۸ میلیونه بې نېټې یا وارمخکې مرګ مخنیوی کېدلی شي.

دې څېړنډلې ځانګړي مېوه او سبزي ښودلې چې د سرطان او زړه ناروغیو خطر کمولی شي.

دوی دا هم وايي، چې لږ سبزي او مېوه هم روغتیايي ګټه لري، خو که ډېره وخوړل شي ګټه به یې لا ډېره وي.

دوی وايي تر اتو سوو ګرامو مېوه یا سبزي دې وخوړل شي چې د وړې کیلې، ناک یا د درې څمڅو په اندازه پالک او پلي ماټر سره برابر دي.

دا پایله د هغو ۹۵ بېلابېلو مطالعو له یو ځای کولو اخیستل شوې چې د دوه میلیونه خلکو خوراکي عادتونه پکې څېړل شوي وو.

د سرطان او زړه ناروغیو خطر کموونکي خواړه

د عکس تشریح،

که د ورځې ۸۰۰ ګرامه سبزي او مېوه وخوړل شي د زړه ناروغیو او سرطان خطر کموي.

څېړونکي وایي، شنه سبزي لکه پالک، غټ مرچک او ګوپی د سرطان خطر کمولی شي.

مڼه، ناک، د ترخه زړي مېوې، سلاته یا سلا، د کاهو په څېر د تېرو پاڼو سبزي د زړه نارغیو او مغزي سکتې خطر کمولو لپاره ګټور خواړه بلل شوي دي.

د څېړنې پایلې د اپیدمولوجي نړیواله مجله کې خپرې شوې دي.

څېړنډلې له وخت مخکې مرګ خطر هم ارزولی دی او د مېوې او سبزي خوړلو د پرتلنې له مخې یې د وار مخکې مرګ سلنه ډاګیزه کړې ده.

  • ۲۰۰ ګرامه سبزي یا مېوه خوړل د زړه ناروغیو خطر ۱۳ سلنه کموي، خو ۸۰۰ ګرامه یې ۲۸ سلنه خطر کموي.
  • ۲۰۰ ګرامه سبزي یا مېوه خوړل د سرطان خطر ۴ سلنه کموي، خو ۸۰۰ ګرامه یې ۱۳ سلنه خطر کموي.
  • ۲۰۰ ګرامه سبزي یا مېوه خوړل د وارمخکې مرګ خطر ۱۵ سلنه کموي، خو ۸۰۰ ګرامه یې ۳۱ سلنه خطر کموي.
د عکس تشریح،

غټ مرچک هم د سرطان خطر په کمولو کې ګټور دی.

څېړونکي په دې نه پوهېږي چې له دې اندازې ډېره سبزي یا مېوه خوړل به روغتیا ته نور هم ګټوره وي او که نه، ځکه په دې برخه کې له دوی سره کم معلومات دي.

د دې څېړنډلې یو غړی ډاکټر ډګفېن ایون وايي. مېوې او سبزي د وینې غوړ یا ګلسترول او د وینې فیشار کموي او په بدل کې د وینې رګونو روغتیا ښه کېږي او د بدن دفاعي نظام بهترېږي.

"دا ښايي د دوی د مغزي موادو د پېچلي جوړښت له امله وي. د ساري په ډول دوی ډېر انټي اکسیډانټس لري چې د ډي اېن اې زیانمنېدل کموي او په دې سره د سرطان خطر کمېږي".

که څه هم ډېر خلک هڅه کوي ان په پنځو ورځو کې څلور سوه ګرامه مېوه یا سبزي وخوري چې د روغتیا نړیوالې ادارې یې وړاندیز کړی دی.

په برتانیا کې په دریو کې یو کس خواړه او سبزي پوره خوري.

ډاکټر ایون وايي، دا موندنې په دې مانا نه دي چې پنځو ورځو کې سبزي یا مېوه خوړل بدلون ته اړتیا لري.

هغه بي بي سي ته وویل: "زموږ پایلې بېخې روښانه دي چې پنځه ورځې خوراک ملاتړ کوي، خو لا ډېره سبزي او مېوه خوړل نورې ډېرې ګټې لري".

د عکس تشریح،

د کاهو په څېر د تېرو پاڼو سبزي د زړه نارغیو او مغزي سکتې خطر کمولو لپاره ګټور خواړه بلل شوي دي.