۱۸۸ کاله وروسته ښځه د لندن د پولیسو مشره ټاکل شوې

ډیک
د عکس تشریح،

اغلې ډیک ۵۷ کاله عمر لري چې په کرنې او ځنګل کرلو کې زده کړې کړې خو په ۲۰۰۱ کال له پولیسو سره تر یوځای کېدا وروسته یې کمبریج پوهنتون کې د جرم پېژندنې څانګه کې زده کړې وکړې.

له تېرو ۱۸۸ کلونو وروسته، لومړی ځل د کریسیډا ډیک په نامه نامه یوه ښځه د لندن د پولیسو مشره ټاکل شوې ده.

اغلې ډیک به د سر برنارډ هوګن ځای ناستې وي. نوموړي تېر کال له دندې د لاس پر سر کېدا اعلان وکړ.

ډیک، چې وړاندې د ترهګرۍ ضد ملي پولیسو مخکینۍ مشره وه، وویل "زښته ډېره نېکبخته ده".

دې په ۲۰۱۴ کال پولیسو کې له ۳۱ کلونو خدمت وروسته د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت کې دنده پیل کړه.

د لندن ښاروال صادق خان د اغلې ډیک د ګومارل کېدو هرکلی کړی او هغه یې ددغه مقام لپاره "غوره کس" ګڼلی.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر امبر راد هم اغلې ډیک یوه "روشنفکره" او "استثنايي مشره" بللې ده.

د عکس تشریح،

د لندن ښاروال صادق خان د اغلې ډیک د ګومارل کېدو هرکلی کړی او هغه یې ددغه مقام لپاره "غوره کس" ګڼلی.

اغلې ډیک ۵۷ کاله عمر لري چې مور او پلار یې د پوهنتون استادان وو. دې په کرنې او ځنګل کرلو کې زده کړې کړې خو په ۲۰۰۱ کال له پولیسو سره تر یوځای کېدا وروسته یې کمبریج پوهنتون کې د جرم پېژندنې څانګه کې زده کړې وکړې.

هغې څو کاله وړاندې یوه مرکه کې ویلي وو، د پولیسو لیکو کې د توکمپالنې له منځه وړل ناممکن دي.

اغلې ډیک به هر کال ۲۷۰۶۴۸ پونډه (تقریباً ۳۳۷ زره ډالر) پیسې ترلاسه کړي.

د عکس تشریح،

ډیک، چې وړاندې د ترهګرۍ ضد ملي پولیسو مخکینۍ مشره وه، وویل "زښته ډېره نېکبخته ده".