د عکسونو البوم: موصل کې له عراقي پوځ سره د بي بي سي ملتیا
د بي بي سي کوینټین سمروېل له "اسلامي دولت" ډلې نه د موصل لوېدیځې برخې بېرته نیولو عملیاتو کې له عراقي ځواکونو سره مل دی. نوموړي له هغه ځایه ځینې انځورونه راستولي دي.

د عملیاتو پر لومړۍ ورځ یو سرتېری د جګړې ډګر څاري
د موصل لوېدیځ ته سلګونه پوځي ټانکونه او زغره وال ګاډي روان دي - د موصل دښته
د عراقي پوځ د چټک غبرګون د کنډک غړي
په سیمه کې ځینې پیغامونه چې له خلکو پخپلو مېنو کې د پاتې کېدو غوښتنه پکې شوې ده
ځینې پوځيان د ځواکونو د پرمختګ پرمهال د ارامۍ ساه اخلي
په یوه کلي کې له ''اسلامي دولت'' ډلې پاتې شوې مرمۍ
جګړن محمد د توپ ویشتلو له امر وړاندې سیګریټ لګوي
په یوه کور کې د 'اسلامي دولت' نومې ډلې د بیرغ نښان، چې په یوه پاڼه رسم شوی
په یوه کور کې د ''اسلامي دولت'' ډلې اړوند پټ کړل شوی ګاډی (موټر)
ځینې عراقي ځواکونه چې له کرۍ ورځې جګړې وروسته د ارامۍ په لټه کې دي