وال سټريت ژورنال: ډونلد ټرمپ ناکامه افغان جگړه بريالۍ کولی شي
- یما بارز
- بي بي سي
وال سټريت ژورنال:
د عکس سرچینه، Getty Images
د ورځپاڼې په پاور ټرمپ دا جګړه بریالۍ کولی شی.
امريکايۍ وال سټريت ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د روانې جگړې په تړاو يوه شننه خپره کړې چې وايي د افغانستان ژغورلو لپاره بايد پر پاکستان فشار واچول شي.
د مطلب ليکوال ليکي په افغانستان کې د امريکا د تر ټولو اوږدې جگړې په تړاو پر لپسې بد خبرونه را رسېږي خو ډېره اندېښمنونکې دا ده چې د دغه حالت بدلولو لپاره په واشنگټن کې هېڅ راز بحث نه کېږي.
مطلب کې راغلي، طالبانو له ٢٠٠١ م کال راهيسې اوس تر ټولو ډېرې سيمې لاندې کړي او پاکستان اوس هم طالبانو ته پټنځي برابروي او ملاتړ يې کوي.
ليکوال د افغانستان په ختيځ کې د داعش حضور ته اشاره کوي او له اورپکو سره د سيمه ييزو ځواکونو نويو ټينگو شويو اړيکو ته هم گوته نيسي.
مطلب وايي په داسې حال کې چې له بهره د غليم ملاتړ کېږي نو په جگړه کې برى ناشونى دى.
ليکوال په دې باور دى ډونلد ټرمپ چې دا جگړه ناکامه بولي په بريالۍ هغه يې بدلولى شي، که د پاکستان له لوري د طالبانو روان پټ ملاتړ ته پام واړوي. ليکوال وايي ښاغلى ټرمپ بايد سيمې ته په پام سره يوه نوې ستراتېژي جوړه کړي او د ستراتيژۍ بنسټ دا وي چې د افغانستان امنيت د پاکستان له رښتونې همکارۍ سره تړلى دى.
ایکسپرېس ټريبيون:
د عکس سرچینه، Getty Images
زاخېلوال بیا پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې لار پرانیزي.
پاکستانۍ ورځپاڼه اکسپرېس ټريبيون وايي په پاکستان کې افغان سفير حضرت عمر زاخېلوال د دغه هېواد پر چارواکو غږ کړى چې خلکو ته دې ستونزې نه جوړوي او د دوه ورځې وړاندې ژمنې سره سم دې پر ډيورند کرښه تېرې شوې لارې پرانيزي.
ورځپاڼې د افغان سفير له لوري خپرې شوې وينا پاڼې ته اشاره کړې چې وايي پاکستاني اړوندو چارواکو څو ورځې وړاندې ومنله چې د ترينگلتيا سملاسي کمولو يوې برخې په توگه به پر کرښې د تلو راتلو ټولې لارې پرانيزي.
افغان سفير وايي دا چاره بايد وار له مخه تر سره شوې وى چې په خواشينۍ سره نه ده شوې.
ښاغلي زاخېلوال زياته کړې چې د افغانستان او پا کستان ترمنځ د شوي سوداگرييز تړون له مخې سوداگريزې او ترانزيتي لارې بايد په هېڅ ډول و نه تړل شي.
د ښاغلي زاخېلوال په وينا افغانستان په وچه ايسار هېواد دى او نړېوال قوانين هم همدا وايي.
گارډين:
د عکس سرچینه، Getty Images
په ترکیه کې له ناکامې کودتا وروسته د ولسمشر اردوغان په ملاتړ مظاهره.
گارډين ورځپاڼې په ترکيه کې د خبريالانو د حالت په تړاو په خپل مطلب کې ليکلي، ترکيه چې يو مهال په اسلامي نړۍ کې بېلگه ييزه ډېموکراسي بلل کېده رسنوالو ته په يوه لوى زندان بدله شوې ده.
د ورځپاڼې په وينا ولسمشر رجب طيب اردوغان په ٢٠١٤ م کال کې واک ته له رسېدو سره په تدريجي ډول پر رسنيو خپل گورت ټينگ کړ او منتقدين يې غلي کړل.
ورځپاڼه وايي، د ترکيې د ملي ورځپاڼو څو تنه چلونکي د دولت پر ضد د فعاليت په تور د عمري بند سزا تېروي. خلک پر فېسبوک د حکومت پر ضد ليکونو له امله نيول شوي او ٤٤٠٠ دولتي کارکونکي پر حکومت د نيوکو له امله له دندو گوښي شوي دي.
ورځپاڼه زياتوي خو سره له دې ښاغلى اردوغان توانېدلى چې د برتانيا د لومړۍ وزيرې تريزا مې او ولسمشر ټرمپ په گډون له نړېوالو مشرانو سره ښه ډيپلوماتيک اړيکي وساتي.