د عسکونو البوم: د لعل شهباز قلندر زیارت له برید وروسته

د سند ایالت سیون سیمه کې د لعل شهباز قلندر زیارت کې له چاودنې وروسته کلک امنیتي تدبیرونه شوي

سیہون
د عکس تشریح،

د بي بي سي خبریال ریاض سهیل لال شهباز قلندر زیارت کې له ځانمرګي برید یوه اونۍ وروسته دغه زیارت ته ورغلی.

د عکس تشریح،

یو رضا کار ندیم وايي، له چاودنې مخکې زورور اور ولګېد او وروسته چاودنه وشوه. نوموړی وايي، 'سخته ویرجنه او ډارونکې شېبه وه.'

د عکس تشریح،

راجه سومرو چې د چاودنې پر مهال زیارت کې و، وايي 'ځايي خلکو روغتون ته د ټپیانو په رسولو کې مرسته وکړه.'

د عکس تشریح،

عیني شاهدان وايي د سیون ځايي خلکو له وس سره سم مرسته وکړه

د عکس تشریح،

سلګونه کسان په هغه نڅا کې شامل وو، چې دهمال یې بولي او په دغه زیارت کې کېږي. ندیم وايي نن راغلي کسان نه خو ډېر دي او نه هم لږ.

د عکس تشریح،

.

د عکس تشریح،

له برید وروسته د زیارت دننه او شاوخوا کې کلک امنیتي تدبیرونه شوي او امنیتي پوستې رامنځته شوې