د عکسونو البوم: استرالیايي کروندې له هوا نه

د استرالیا د کرنیزو ځمکو پرسر د الوتنې پرمهال عکاس جوش سمېت د ځینو کروندو داسې انځورونه اخیستي چې پر ځمکه ګرځېدونکو انسانانو ته بېل ډول ښکارېږي.

د عکس تشریح،

له هوا نه د کروندې یو انځور چې د قولبې یو ماشین پکې ګرځي

د عکس تشریح،

سمېت دا انځور له یوې کوچنۍ الوتکې اخیستی، چې پیلوټ یې د هغه ملګری جو سمیت دی.

د عکس تشریح،

سمیت بي بي سي ته وویل د ''مالومچو د کروندې منځ کې'' له هوا نه د انځور اخیستو فکر ورسره د استرالیا سیډني ښار په یوه نانوایۍ کې پیدا شو.

د عکس تشریح،

کله چې سمیت نانوایۍ کې شاوخوا هرڅه ولیدل، له مشتریانو یې وپوښتل چې ډوډۍ له کومه ورته رځي

د عکس تشریح،

سمیت وايي: ''هغه مهال پوی شوم چې یوه وچه ډوډۍ تر پخېدو پورې څومره پړاوونه وهي''

د عکس تشریح،

د سمیت الوتکه د کروندو پر سر چورلېده، هیله یې دا وه چې د خوړو جوړولو د لومړنیو توکو د کروندو انځورونه واخلي.

د عکس تشریح،

سمیت له ۲۰۱۱ کال راهیسې له هوا نه د انځورونو اخیستو دنده پیل کړې

د عکس تشریح،

له ۲۰۱۱ راهیسې سمیت له هوا نه انځور اخیستو کې مسلکي شوی او له همدې لارې ځان ته رزق پیدا کوي. نوموړي د اخیستل شویو انځورونو یو نندارتون هم جوړ کړی

د عکس تشریح،

سمیت وايي: ''دلته استرالیا کې داسې کروندګر شته چې د نړۍ تر ټولو غوره او با کیفیته توکي ترلاسه کوي''

د عکس تشریح،

سمیت زیاتوي، کله یې چې خپل انځورونه بزګرانو ته وروښودل، د هغوی غبرګون ډېر ښه و.

د عکس تشریح،

دی وايي: ''د هرې کروندې انځور اخیستو لپاره بېلابېل اړخونه او وختونه ټاکم''

د عکس تشریح،

سمیت وايي: ''له انځورونو اخیستو زما موخه دا ده چې یوه ښکلې هنري ټولګه چمتو کړم''