د پاکستان هوايي کرښې الوتکه کې د اضافي سپرلیو وړل ومنل
چارواکي وايي، تر پلټنې وروسته به د پېښې عاملانو ته سزا ور کړي.
د پاکستان نړیواله هوايي کرښه دا پلټي چې څنګه یې یوه الوتکه کې له دغه هېواد تر سعودي عربستان اووه کسان له ټاکلي شمېر ډېر وړي وو.
د دغې الوتنې لپاره د پاکستان نړیوالې کرښې یا پي ای اې ۷۷۷ بوینګ الوتکه کارول شوې چې ۴۰۰ مسافرو ته څوکۍ لري، خو د کارکوونکو لپاره یې ۱۴ څوکۍ شته چې جمپ سېټونه ورته وايي، مګر په دغه الوتکه کې ۴۱۶ کسان لېږدول شوي دي.
دغه هوايي کرښه وايي، د جنورۍ پر ۲۰ په الوتکه کې ټولې څوکۍ ډکې وې او دغه کسان له پاکستان تر مدینې منورې پورې په ولاړه الوتکه کې لېږدول شوي دي.
د بي بي سي د اسنادو له مخې د الوتنې مشر انور عادل په الوتکه کې د ډېرو کسانو شتون تایید کړی، خو د کیبین او الوتنې اړوند مسوولیت یې پر نورو کارکوونکو اچولی دی.
هغه ویلي چې اضافي کسان د الوتنې خدمتونو په څانګه پورې تړلي او ده له اوله پر جمپ څوکیو د هغوی له کېنولو انکار کړی و.
هغه دا هم ویلي چې د الوتکې تر پورته کېدلو وروسته چې کله دی له خپل ځای بهر شو نو یو بل کارکوونکي خبر کړ چې په الوتکه کې اضافۍ سپرلۍ ده، خو دی یې د الوتکې د دروازې تر تړلو پورې خبر کړی نه و.
بویینګ ۷۷۷ الوتکه ۴۰۰ سپرلۍ او ۹ کارکوونکي لېږدوي، خو په دغه الوتکه کې ۴۱۶ کسان لېږدول شوي دي.
د یادولو ده چې د الوتکې د دروازې تر تړلو مخکې کارکوونکي سپرلي شمېري، نمبر کاغذ ترې اخلي او بیا دروازه بندوي.
نوموړي دا هم ویلي چې په کراچۍ کې د دغو کسانو د کوزولو لپاره ناستې ډېرو سونتوکو ته اړتیا درلوده او دا د هوايي کرښې په ګټه نه وه.
د پاکستان نړیوالې هوايي کرښې ویاند دانیال ګیلاني بي بي سي ته ویلي، چې د دې مسلې څېړنې روانې دي او د مسوولو کسانو پرضد مناسب ګام پورته کېږي.
کله چې وپوښتل شو، دا څېړنې به څومره وخت ونیسي، ویې ویل چې وخت ټاکل یې ممکن نه دي.
تېر ډیسمبر د پښتونخوا په چترال کې د پاکستان یوه الوتکه وغورځېدله او ټولې ۴۸ سپرلۍ یې ووژل شوې.
د تېر ډیسمبر پر ۷ په چترال کې د پاکستانۍ الوتکې د غورځېدلو له امله ټوله سپرلي ووژل شوه.