عراق کې د "روداو" تلوېزیون خبریاله شیفا ګردي وژل شوې

شیفا
د عکس تشریح،

شیفا له سیمې په ژوندۍ بڼه د جګړې خبرونه ورکول

د عراق موصل ښار کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د عراقي کردي "روداو" تلوېزیون خبریاله شیفا ګردي وژل شوې ده. نوموړې د موصل د عملیاتو خبرونه ورکول.

"روداو" تلوېزیون ویلي، له ګردي سره عکاس یونس مصطفی هم چاودنه کې ټپي شوی دی.

دغه تلوېزیون پر خپلې وېبپاڼې لیکلي، ۳۰ کلنې ګردي تلوېزیون ته د موصل ښار د ورځنیو عملیاتو او پرمختګ خبرونه ورکول او په وروستیو کې یې د ښار د ننه د جګړې خبرونه چمتو کول.

عراقي ځواکونه لاهم له "اسلامي دولت" جنګیالیو سره د موصل ښار د نیولو پر عملیاتو بوخت دي.

د تېرې جمعې په ورځ په لومړي ځل د هغو پراخو عملیاتو په لړ کې د موصل لوېدیځې برخې ونیولې، چې په تېره اکتوبر میاشت کې یې پیل کړي وو.

ډګروال عبدالوهاب الساعدي اې پي خبري اژانس ته ویلي، پوځيآن یې "ډېر ورو" ګام اخلي، ځکه چې هلته د موټربم، بې پیلوټه الوتکو او نورو بریدونو شونتیا شته.

دی زیاتوي، هدف دا دی چې پر "اسلامي دولت" نومې ډلې لومړني توکي ودرول شي.

د "اسلامي دولت" نومې ډلې جنګیالي په ۲۰۱۴ کال موصل ته داسې مهال ننوتل، چې د عراق شمالي او نورې پراخې سیمې یې ونیولې.

خو په ۲۰۱۶ کال د جهادي ډلو له لاسه د عراق او سوریې ګڼې سیمې ووتلې.

د عکس تشریح،

عراقي ځواکونه د موصل لوېدیځو ولسوالیو ته د پرمختګ په حال کې دي