اندونیزیا او استرالیا ترینګلې شوې پوځي اړیکې بیا رغوي

د عکس سرچینه، Reuters
ولسمشر ویدودو (کيڼې خوا ته) او ښاغلي ټرنبول وویل، د روان کال تر پایه به د ازادې سوداګرۍ هوکړه نهايي شي
د استرالیا او اندونیزیا ترمنځ د پوځي همکاریو له څه کمې دوې میاشتې مخ په ټپه درېدا وروسته دواړو هېوادونو د بشپړو پوځي اړیکو بیارغولو هوډ کړی دی.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي اړیکو همکارۍ وروسته تر هغه ودرول شوې، چې اندونیزیايي چارواکو د استرالیا په یوه پوځي قرارګاه کې روزنیزې چارې "سپکوونکې" وبللې.
د استرالیا لومړی وزیر مالکوم ټرنبول په سیډني کې یوې خبري غونډې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړو پوځي اړیکو بیا رغولو خبر اعلان کړ.
نوموړي د اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو سره ګډې خبري ناستې ته وینا کوله.
رپوټونه وايي، د اندونیزیا بنسټیز اصول او پوځ ظاهراً سپک ګڼل شوی و.
د استرالیا لومړي وزیر وویل، دواړوه هېوادونه د روان میلادي کال تر پایه د دوړه اړخیزې ازادې سوداګرۍ هوکړې لاسلیکولو ته ژمن دي.
په ورته وخت کې د اندونیزیا د ولسمشر له خولې ځینو رسنیو ویلي، چې "د دواړو هېوادونو ترمنځ ټینګه او ښه اړیکه هغه مهال د منلو وړ ده چې دواړه په یوه خوله د نورو په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او یو او بل ته متقابل درناوی ولري".
د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په تېر کې هم د ترینګلتیا تر کچې رسېدلې وې.
د استرالیا او اندونیزیا ترمنځ بشپړو پوځي اړیکو کې د پولو ټینګول او د ترهګرۍ پروړاندې ګډه مبارزه هم شامله ده.
د اندونیزیا یوې بېړۍ کې اور لګېدو ۲۳ کسان وژلي
د اندونیزیا جاکارتا سمندرغاړه کې یوې بېړۍ اور اخیستی چې لږترلږه ۲۳ کسان پکې وژل شوي او ۱۷ نور تري تم شوي. بېړۍ کې تر ټاکل شوې اندازې دوه برابره ډېر خلک سپاره وو.