د چیلي پلازمېنه کې ۵ میلیونه خلک د څښاک اوبه نه لري

د عکس سرچینه، AP
چارواکي وايي، د سیند اوبه چې پاکې شوې نه وي، تر هغه به خلک له ستونزو سره مخ وي.
د جنوبي افریقا په چیلي کې د سخت ورښت او ځمکښوېدنې له امله د دغه هېواد د یوه لوی سیند اوبه ککړې شوې چې له امله یې د پلازمینې سنټیاګو چارواکي اړ شول، پر کابو پنځه میلیونو کسانو د څښاک اوبه بندې کړي.
د پلازمینې د اوبو ډېره اړتیا له میاپو سیند پوره کېږي، خو چارواکي وايي، د اوبو تر بیا پاکېدو یې څښل بند دي.
د سنټیاګو والي کلیوډیو اوریګو وایي: "موږ د ۱،۴۵ میلیونه کورونو په هکله خبرې کوو چې د اوبو له ککړتیا اغېزمن شوي او دا ستونزه په ۳۰ ولسوالیو کې ده".
"موږ لا هم نه پوهېږو چې کله به د سیند اوبه بیا پاکې شي. تر هغه چې سیند پاک شوی نه وي د اوبو رسولو زیمواري نشو منلی".
بارانونه د شنبې په ورځ پیل شوي چې تر دا مهاله یې څلور کسان وژلي او ۲۰ نور نادرک دي.
چارواکو د دوشنبې په ورځ د ښوونځیو پیلول هم ځنډولي دي.
د عکس سرچینه، AFP
ځايي خلک د اوبو له سختې ستونزې سره مخ دی.
د بېړنیو چارو اداره وایي، له لوړو د اوبو د تویېدلو له امله ځینې سړکونه هم ویجاړ شوي او په زرګونو خلک له نورو سیمو سره اړیکه نیولی نه شی.
د چیلي مرکزي سیمه کې میاشتې میاشتې وچکالي وه او سخت اور هم د اونیو لپاره دا سیمه وسوځوله.