د ترکيې ديپلوماتيکه لانجه
د ترکيې ديپلوماتيکه لانجه
ترکي ولسمشر رجب طیب اردوګان ته د واکونو په ډېرولو ټولپوښتنې لپاره د کمپاین په مساله کې سويډین له ترکیې سره په یوه لانجه ښکېل شوی دی.
په سویډن کې د ترکیې مخالف سیاستوالو او غړو پر حکومت نیوکه کړې ده چې د ترکیې یوه پخواني وزیر ته یې اجازه ورکړې چې په سټاکهولم کې د ولسمشر اردوګان په پلوۍ کمپاین وکړي.
بل پلو په هالنډ کې د بلوا ضد پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ نښتې شوي.
دا بیا ورته یوه ډېپولوماتیکه لانجه وه چې له امله یې یوه ترکۍ وزیره له هالنډه و ایستل شوه.