ويډيو ښيي چې د پلاستيک ټوټې د خوړو ځنځير ته ننوځي

یوه علمي څېړونکي له داسې شېبو ويډیویي انځورونه جوړ کړي چې ښيي د پلاستیک ډېرې وړې ټوټي د وړو سمندري ژویو له خوا ژوول کېږي.

دا د دې څرګندونه کوي چې څنګه په سمندر کې ژوي له پلاستیکي ټوټو اغېزمن کېږي او د خوراک برخه یې ګرځي.

نوي ویډیويي انځورونه یوازې یوه لاره ښيي چې څنګه پلاستیکي وړې ټوټې د سمندري ژوو بدن ته ننوځي او په پای کې د نړۍ د خوراکي توکو په ځنځير کې ورګډ شي.

هرکال ۱۵۰ میلیونه ټنه پلاستیک له چټل دانیو "ورک" کېږي. دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو پلاستیکي ګندګۍ د چاپېریال لپاره یوه لویه ننګونه بللې ده.

د چاپېریال ساتنې کارپوه رېچرډ کربي چې دا ویډیویي انځورونه جوړ کړي وايي، هغه څه چې ده ته د پام او اندېښنې وړ وو دا دي چې څنګه د پلاستیک وړې ټوټې د سمندري ژوو بدن ته ننوځي؟

ډاکتر پني لیندک چې د چاپیریال ساتنې مسلې څېړي په دې اړه وایي:"اوس موږ ته جوته شوې چې هرکال په نړۍ کې ۳۰۰ میلیونه ټنه پلاستیک جوړېږي او لس سلنه یانې ۳۰ ټنه یې سمندرونو ته غورځول کېږي. "

د نوموړي په وينا "د دغو پلاستیکونو ۸۰ سلنه وړې او مایکروسکوبي ټوټې دي. د پلاستیک دا وړې ټوټې د سمندري ژویو لپاره یو ګواښ دی او د دوی هاضمې سیستم ته هم ور داخلېږي. "

د پوهانو په وینا د نړۍ خلک په دې پوهېږي چې څنګه لوی سمندري ژوي، لکه نهنګان، غټ کبان او نور پلاستیکي کڅوړې ژويي خو ښایي په دې پوه نه شي چې د پلاستیک هغه وړې ټوټې چې د دوی بدن ته داخلېږي د دوی د هاضمې سیستم ته زیان رسوي او بندوي یې.

د ډاکتر رېچرډ کربي په ګومان دا یوه غیر عادي چاره نه ده بلکه هغه بېلګې چې د بريتانیا له شاوخوا اوبو یې راټولې کړي دا په ګوته کوي چې دا یو عادي بهیر دی.

د پلاستیکي ګندګیو مسله د سمندري چاپېریال ساتنه کې یوه مهمه موضوع ده چې دولتي پروګرامونو کې شامله شوې ده.

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې د سمندري اوبو په هر مربع میل کې ۴۶ زره وړې پلاستیکي ټوټې ګرځي. له همدې امله د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې ادارې د سمندرونو په پاکولو کار پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې۵۱ زره میلیارده وړې پلاستیکي ټوټې په سمندرونو کې لامبو وهي او بشر د هغو د کابو کولو موقع له لاسه ورکړې ده.

د طبعیي ژويو د یوه مرکز څېړونکي خبرداری ورکوي چې که حتی نن د پلاستیک تولید ودرېږي د کلونو لپاره به د پلاستیکي ټوټو ګندګي انسانانو ته سرخوږی جوړ کړي.

مخکنیو څېړنو هم په سمندرونو کې د پلاستیکي ټوټو د شته والي ګواښ کړی و.