'پاکستان کې هره ورځ پر ۱۱ ماشومانو جنسي تېری کېږي'

.

د عکس سرچینه، SAHIL

یوه تازه رپوټ کې ویل شوي، چې پاکستان کې هره ورځ په اوسط ډول پر ۱۱ ماشومانو جنسي تېری کېږي. دغه شمېرې پاکستان کې د ماشومانو حقونو لپاره فعالیت کونکې 'ساحل ' نومي خیریه ټولنې خپرې کړې دي.

رپوټ کې ادعا شوې، چې ۲۰۱۶ کال کې دغه هېواد کې پر ماشومانو د جنسي تېري او زور زیاتي پېښې لس سلنه ډېرې شوې دي.

د دغې ادارې چارواکي وايي تېرکال دغه هېواد کې پر ماشومانو د جنسي تېري، په زور د هغوی ودولو، تښتولو او بې درکه کېدو ۴۱۳۹ ثبت شوې دي، چې په خبره یې د ۲۰۱۵ کال پرتله لس سلنه ډېروالی ښيي.

د عکس سرچینه، SAHIL

یادې ادارې د ' کروول نمبرز ' یا ' ظالمانه شمېرې ' په نوم دغه رپوټ لپاره د پاکستان ۸۶ ورځپاڼې څارلې دي. ویل کېږي پروسږ کال هم له ماشومانو سره د زور زیاتي کونکي ډېری کسان هغه وو، چې دغه ماشومان یې پېژندل.

د دغو کسانو شمېر ۱۷۶۵ دی. له ماشومانو سره زور زیاتي کونکو کې ۷۹۸ پردي کسان، ۷۶ خپلوان، ۶۴ ګاونډیان، ۴۴ ملایان، ۳۷ ښوونکي او ۲۸ پولیس هم شامل دي.

رپوټ کې ویل شوي، چې دغه کسان لومړی ماشومانو ته ډالۍ ورکوي، ورسره د مینې څرګندونه کوي یا ورسره مرسته کوي، خو پرې له تېري کولو وروسته د راز پټ ساتلو لپاره پرې فشار اچووي.

رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې تېر کال د پاکستان له کلیوالو سیمو د دغسې پېښو ۷۶ سلنه او له ښاري سیمو ۲۴ سلنه رپوټونه ورکړل شوي دي.

له دې نه ۲۶۷۶ پېښې پنجاب کې، ۹۸۷ سند، ۱۶۶ بلوچستان، ۱۵۶ اسلام اباد، د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کې نهه، ګلګت، بلتستان کې څلور پېښې رامنځته شوې، خو د رپوټ له مخې قبایلي سیمو نه د دغسې کومې پېښې په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

رپوټ کې ویل شوي، چې پر ماشومانو تېری کونکي ډېری کسان د دغو ماشومانو خپلوان یا هغه کسان وي، چې دوی پېژني

ادارې په رسنیو کې د تېري ښکار ماشومانو پېژندګلوۍ څرګندولو په اړه خواشیني څرګنده کړې. دوی وايي په دې اړه د تګلارې له شتون سره هم د ۴۷ سلنه ماشومانو نومونه، د ۲۳ سلنه ماشومانو د مېندو، پلرونو نومونه څرګند شوي او د شپږ سلنه ماشومانو له نومونو سره د هغوی تصویرونه هم رسنیو کې خپاره شوي دي.

یادې ادارې د ماشومانو خوندیتوب لپاره د ماشومانو ودونو مخنیوي قانون پلي کولو تر څنګ کورونو کې د نوکرانو په توګه د کارکوونکو ماشومانو په اړه تګلارې جوړلو غوښتنه کړې او دغه راز یې د عامه پوهاوي خپرول اړین بللي دي.