له یونایټېډ ایرلاینز الوتکې یو مسافر په زور ایستل شوی

د ویډیو تشریح،

په دې وېډیو کې، چې اډرا بریجز پر ټویټر خپره کړې ده، ماموران یو سړی په زور له څوکۍ راکاږي او د باندې یې کشوي، تر دواړو لاسونو یې نیولی او بهر ته یې وباسي.

پر خواله رسنیو یوه داسې وېډیو خپره شوې، چې د امریکا شیکاګو کې د یونایټیډ هوايي شرکت ماموران یو مسافر په کشولو له خپلې څوکۍ له الوتکې وباسي.

په دې وېډیو کې، چې اډرا بریجز پر ټویټر خپره کړې ده، ماموران یو سړی په زور له څوکۍ راکاږي او د باندې یې کشوي.

یونایټېډ هوايي چلند په یوه ټویټ کې د دې پېښې په اړه بخښنه غوښتې او وايي چې په دې اړه به پلټنه وکړي.

دا پېښه د تېرې یکشنبې په ورځ شوې ده.

دا ۵۰ ثانیې وېډیو تر اوسه څو زره کسانو پر ټویټر لاس په لاس کړې ده.

دغه وېډیو خپروونکي کاروونکي د وېډیو په شرح کې لیکلي: ''یونایټېډ شرکت د موجوده څوکیو له شمېره اضافه څوکۍ خرڅې کړې وې او غوښتنه یې کړې وه چې زموږ څلور داوطلبه کسان خپلې څوکۍ هغو مامورینو ته ورکړي چې سبا ته خپل کار ته پر وخت ورسېږي.

د عکس سرچینه، Tyler Bridges/Twitter

د عکس تشریح،

دغه کشول کېدونکی کس، چې ویل کېږي ډاکټر دی، د الوتکې د امنیتي کسانو له خوا په زور ایستل کېږي

خو هېڅوک دې داوطلبۍ ته حاضر نه شول، بالاخره یونایټېډ پرېکړه وکړه چې خپله لاس په کار شي. دوی یو اسیا الاصله ډاکټر او د هغه مېرمن غوره کړل''.

نوموړی وايي، دغه ډاکټر هم باید سبا روغتون ته حاضر شوی وای او له دې کبله داوطلبۍ ته حاضر نه شو: ''د الوتکې د ننه ددغه ډاکټر په کشولو لس دقیقې تېرې شوې، هغه پر خپلې څوکۍ منګولې لګولې وې او چیغې یې وهلې چې باید کور ته ولاړ شم''.

ادرا بریجز چې له بل اړخه یې اخیستل شوې وېډیو پر فیسبوک خپره کړې ده، لیکلي چې یونایټېډ شرکت پخپل سر له الوتکې ددغه سړي د ایستلو پرېکړه وکړه، خو هغه مسافر - چې انځور کې ښکاري، په زور ایستل کېږي - وايي ډاکټر دی او سبا باید خپل کار ته ځان ورسوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د یونایټېډ شرکت اجراییوي مشر اسکار منوز د دغه شرکت پر ټویټر پاڼې لیکلي: ''دلته یونایټېډ کې زموږ ټولو لپاره دا یوه خواشینوونکې پېښه ده. زه ددې پرځای چې دغه مشتري مو باید په بله الوتنه کې لېږدولی وای، بخښنه غواړم. موږ هر اړخیزه څېړنه کوو چې څه پېښ شول. موږ له دغه مسافر سره اړیکه نیسو.''

یونایټېډ شرکت بي بي سي ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې ویلي، له شیکاګو نه لويي ویل ته د ۳۴۱۱ الوتنې ټکټونه د څوکیو تر شمېر ډېر خرڅ کړل شوي وو، ''کله چې زموږ ډلې له مسافرو وغوښتل چې داوطلبانه بلې الوتنې ته ځان تبدیل کړي، هېڅ کوم مشتري له الوتکې پخپل زړه ښکته کېدو ته حاضر نه شو، او له انتظامي کسانو وغوښتل شول چې ورشي''.

د یونایټېډ شرکت اجراییوي مشر اسکار منوز د دغه شرکت پر ټویټر پاڼې لیکلي: ''دلته یونایټېډ کې زموږ ټولو لپاره دا یوه خواشینوونکې پېښه ده. زه ددې پرځای چې دغه مشتري مو باید په بله الوتنه کې لېږدولی وای، بخښنه غواړم. موږ هر اړخیزه څېړنه کوو چې څه پېښ شول. موږ له دغه مسافر سره اړیکه نیسو.''

د عکس سرچینه، JAYSE D ANSPACH

د عکس تشریح،

هغه سړی چې په زور له الوتکې ایستل شوی