ملګرو ملتونو ملاله یوسفزۍ تر ټولو کم عمره د سولې پیغام رسونکې وټاکله

ملاله یوسفزۍ

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح،

نیویارک کې ملالې یوسفزۍ د خبرو پر مهال ویلي، ' بدلونونه راوستل ' له موږ سره پیلېږي او باید همدا اوس پیل شي.'

نوبل جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ د ملګرو ملتونو له لوري د سولې تر ټولو کم عمره پیغام رسونکې ټاکل شوې ده. ۱۹کلنه ملاله دا مهال خپله زده کونکې ده ، چې د بریتانیا یوه وتلي پوهنتون ورته وړاندیز کړی، لوړې زده کړې دوی سره وکړي او راتلونکي کې به د نوموړې ډېره توجه د نجونو زده کړو ته وي.

۲۰۱۲ کال کې وسله والو طالبانو د نجونو زده کړو مبارزې له کبله پر نوموړې برید کړی و. نیویارک کې د دغې ویاړنې منلو پر مهال ملالې وویل:

'' ( بدلونونه راوستل ) له موږ سره پیلېږي او باید همدا اوس پیل شي. که غواړئ راتلونکی مو روښانه شي، همدا اوس باید کار پیل کړئ 'او ' هېچا ته باید انتظار و نه کړئ. ''

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترڅ ملاله د هغه څه سمبول وبلله، چې وايي ''د ټولې نړۍ لپاره ښايي تر هر څه مهم دی او هغه زده کړې دي. ''

ملالې ته د بریتانیا یوه پوهنتون وړاندیز کړی، چې له لیسې نه له لوړو نومرو سره د فراغت په صورت کې کولای شي دغه پوهنتون کې د سیاست، فلسفې او اقتصاد برخه کې لوړې زده کړې وکړي.

ملاله په سوات کې له ښوونځي نه کورته پر لاره وه، چې وسله والو پرې برید کړی و.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

ملاله په هغو کسانو کې تر ټولو کم عمره ده، چې د ملګرو ملتونو له لوري د سولې سفیر په توګه ټاکل شوي دي

هغې دا نه دي ویلي، چې کوم پوهنتون ورته د سکالرشپ وړاندیز کړی، خو له دې مخکې یې ویلي و، د اکسفورډ یوه پوهنځي کې د سند اخیستو لپاره ورسره مرکه شوې وه.

د ملګرو ملتونو سولې جایزې لپاره د هنرونو، ادب، ساینس، سپورت او د ژوند د نورو برخو اړوند کسان ټاکل کېږي. محمد علي، جورج کلونې، مایکل ډوګلاس، لیوناردو دي کپریو، سټیو ونډر او شارلیز تهیرون هغه کسان دي، چې مخکې د سولې سفیر په توګه ټاکل شوي دي.