اوهایو کې د چړې په زور نجلۍ چلوونکی 'برمته' کړی

پر کارتر دا تور هم دی، چې په زور یې له ټکسي چلوونکي سره جنسي عمل کړی، او د هغې ملګري کوري جاکسن د هغه پر مرۍ چړه ور اېښې وه

د عکس سرچینه، HANCOCK COUNTY JAIL

د عکس تشریح،

پر کارتر دا تور هم دی، چې په زور یې له ټکسي چلوونکي سره جنسي عمل کړی، او د هغې ملګري کوري جاکسن د هغه پر مرۍ چړه ور اېښې وه

د امریکا اوهایو ایالت کې د کارټر په نامه پر یوې ۲۳ کلنې بریتانیایۍ نجلۍ په وینډلای ښار کې د یوې ټکسي د چلوونکي تښتولو تور لګول شوی چې د خپل ۲۰ کلن ملګري کوري جاکسن په ملګرتیا یې دا کار کړی.

رپوټ وايي، ملګري یې د ټکسي چلوونکي پر مرۍ چړه اېښې او تښتولی یې دی.

پولیس وايي، وړاندې له دې چې برمته شوی په تېښته بریال شي، کارټر او جاکسن ۳۲ ډالر ترې وهلي وو.

ډګروال رابرټ رینګ وايي: ''نه پوهېږو چې دې نجلۍ ولې دې کار ته زړه ښه کړی، ښايي د چلوونکي جیب ته به یې تمه وه چې پیسې ترې وشکوي''.

پېښه وروسته تر هغه رامنځ ته شوه، چې کارټر کرايي ټکسي ته زنګ وواهه چې یوه ځای ته یې بوځي. کارټر وروسته تر هغه ونیول شوه چې چلوونکي پولیسو ته خبر ورکړ.

په هانکوک سیمه کې پر کارټر د تښتونې او د غلا تورونه لګول شوي.

نوموړې په ۲۰۱۶ کال د هیرویینو لرلو په تور دوه ځلې تورنه شوې وه.

د هغې ملګری جاکسن لاهم تري تم دی، خو پولیسو یې د نیولو امر کړی او په غلا او تښتونه کې یې ښکېل بللی دی.

د عکس سرچینه، FACEBOOK

د عکس تشریح،

د پولیسو له خبرېدو ورسته کارتر نیول شوې