ټیلرسن له روسیې غوښتې له اسده ملاتړ ونه کړي

مسکو کې د چارشنبې په ورځ د امریکا او د روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې وکړې

د عکس سرچینه، AFP/Getty

د عکس تشریح،

مسکو کې د چارشنبې په ورځ د امریکا او د روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن پر روسیې د فشار راوړلو په درشل کې دی چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد له ملاتړه لاس واخلي.

مسکو د تیلرسن دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا لامل تېره اونۍ د سوریې خان شیخون کې هغه کیمیاوي برید و، چې لسګونه کسان په کې ووژل شول او پړه یې د سوریې پر حکومت واچول شوه.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

په خان شیخون برید ۸۹ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل

له برید وروسته امریکا د سوریې په الشعیرات نومې پوځي اډې برید وکړ. روسیې دا برید وغانده، خو واشنګټن وویل، دا برید یې د "کیمیاوي برید" په غبرګون کې کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، امریکا به "سوریې ته ولاړه نه شي."

له "فاکس نیوز" سره مرکه کې د چارشنبې په ورځ ډونلډ ټرمپ وویل "په سوریه کې د جګړې پیلولو هېڅ هوډ نه لري."

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د سوریې پوځ وايي، پر الشعیرات پوځي اډې د برید زیان تر هغو ډېر دی چې امریکا اعلان کړی

د اوو سترو هېوادونو ډلې د بریتانیا هغه طرحه رد کړه، چې پر روسیې یې نور بندیزونه غوښتي وو.

مسکو کې د بي بي سي خبریال سټیف روزنبرګ وايي، اسد په منځني ختیځ کې د روسیې مهم پوځي ملګری دی.