د امريکا د ملي امنیت سلاکار افغانستان ته ځي

ټرمپ او مک ماسټر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر افغانستان او عراق کې کاري تجربه لري

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر د امنیتي وضعیت ارزونې لپاره افغانستان ته استوي.

ښاغلي ټرمپ چې د ناټو له سرمنشي جنز سټولټنبرګ سره خبري کنفرانس ته وینا کوله، وویل "جنرال مک مسټر به افغانستان ته واستوي چې د افغان او ناټو ملګرو ترڅنګ د پرمختګ د څرنګوالي لاره ولټوي."

جنرال مک مسټر تازه د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده پیل کړې ده. نوموړی وړاندې افغانستان او عراق کې کاري تجربه لري.

نوموړي په دغو هېوادونو کې د حضور پرمهال د "فساد ضد" یوه دولتي پروګرام سره همکاري کوله.

رپوټونه وايي، دغه امریکایی جنرال افغانستان کې د امریکا د رول لوبولو د جاج اخیستو لپاره کابل ته ځي او دا ارزوي چې ایا دغه هېواد ته نور امریکايي پوځيان واستول شي او که څنګه.

پر ورته وخت کې افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن د امریکا کانګرس ته ویلي، افغانستان کې یې د بریالي ماموریت څو زره نورو تازه پوځيانو ته اړتیا ده.

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح،

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن

د جنرال نیکولسن په ویناو ۱۳ زره او ۳۰۰ سرتېري، چې دا مهال په افغانستان کې مېشت دي، هلته د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او سلامشورو ته څو زره نور تازه سرتېري استول اړین دي.

وړاندې د امریکا جمهوریپال سناتور جان مک کېن د امریکا له ولسمشر غوښتي وو چې د افغانستان د امنیتي وضعیت ته جدي پام وکړي.

د امریکا د پوځ شمېرې ښيي، د افغانستان دولت یوازې د افغانستان پر ۵۷ خاورې واک لري، په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه ۷۲ سلنه وه.