پر نشو روږدی مار ښه شوی دی
پولیسو د پلټنې پر مهال څه کم دوه متره اوږد نشه مار وموند
تېرکال چې د استرالیايي پولیسو د نشه يي توکو پر یوه تولیدځی چاپه واچوله، هیله یې دا وه چې ډېره اندازه نشه یي توکو او پیسې به په لاس ور شي.
خو کله چې پولیس په پلټنه بوخت و، یو ۱۸۳ سانتي متره اوږد پینتون مار یې وموند چې نشه و.
اټکل دا و چې په تولیدځي کې د نشه توکو بڅري او نور کیمیاوي مواد د پوستکي لارې د مار له جریان سره یو ځای شوي او مار یې نشه کړی دی.
له نیول کېدو سره یاد مار په پلازمېنه سیډني کې د ژویو یوه پالنځی ته یووړل شو، چې تر اوو میاشتو پالنې وروسته یې حالت عادي شوی دی.
د مار د پالنې چارې د هغو ۱۴ زندانیانو پر غاړې وې چې د دولتي پلان له مخې باید په زندان د ژویو پالنه وکړي.
البته پینتون مار لومړنی هغه نه دی چې په دغه مرکز کې یې پالنه کېږي، بلکې دلته ۲۵۰ بېلابېل ژوي او الوتونکي ساتل شوي دي.
پر زندانیانو د ژویو د ساتلو پروګرام له شلو کالو راهیسې پیل شوی چې د زندان ساتونکي وايي، دا چاره نه یوازې د ژویو په ساتنه کې ګټوره ده، بلکې د ژویو په اصلاح کې ګټوره ده.
زندانیانو ته د ژویو د روزنې موکه برابرول د هغوی د چلند په بدلون کې ډېره مهم ټکی دی.
د زندان مدیر ایوان کالدلر وايي: "زندانیانو ته د ژویو د روزنې موکه برابرول د هغوی د چلند په بدلون کې ډېره مهم ټکی دی.
خو مار چې اوس یې نوم په دولتي دوسیو کې لیکل شوی، تر هغه به په زندان کې پاتې شي چې دوسیه یې وتړل شي.
اټکل دی چې تر دوسیې تړل کېدو وروسته به مار نوي ځای ته یووړل شي.