"دا ځل ولې تر ټولو ستر بم کارولو ته اړتيا پيدا شوه؟"

  • یما بارز
  • بي بي سي لندن

واشنگټن پوست:

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

افغان ځواکونه په ننګرهار کې د داعش ضد جګړه کوي.

واشنگټن پوست وايي امريکا په عادي ډول له ١٠٠ نيولي تر ١٠٠٠ کيلوگرام وزن لرونکي بمونه کاروي خو په افغانستان کې وروستى کارول شوى هغه ٩٨٠٠ کيلوگرامه و.

د ورځپاڼې په وينا امريکايانو غوښتل د جي بي يو ٤٣ په نامه دغه بم د عراق د جگړې په لومړيو کې وکاروي خو بيا له دې پرېکړې لاس په سر شول.

واشنگټن پوست پوښتي چې په افغانستان کې وړاندې هم د سمڅو ويجاړولو لپاره سلگونه بمونه کارول شوي خو دا ځل ولې د تر ټولو ستر بم کارونې ته اړتيا پيدا شوه؟

ورځپاڼه وايي معلومه نه ده چې د دغه بم په کارولو څه تر سره شول.

د ورځپاڼې په وينا دا بم د سمڅو په څېر هغو اهدافو کې د دننه ورننوتو جوگه نه دى چې په پاخه ډول جوړ شوي دي.

نيويارک ټايمز:

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

ویل کېږي ځینې داعش وسلوال له عرب هېوادونو هم افغانستان ته راغلي دي.

نيويارک ټايمز هم په افغانستان کې د امريکا وروستي بمي بريد ته کتنه کړې او وايي کارول شوى بم تر ټولو ځواکمن و.

ورځپاڼه زياتوي دا بم چې د بمونو مور بلل کېږي دومره لوى دى چې اړتيا ده پر موخې يا هدف له باري يا "کارگو" الوتکې وغورځول شي، او ورباندي ١٦ ميليون ډالر لگښت راځي.

ورځپاڼه وايي په افغانستان کې د سختو جگړو پر مهال امريکا د سمڅو ويجاړولو لپاره يو شمېر درانه بمونه کارولي، خو ورځپاڼې د امريکايي چارواکو په وينا ليکلي چې د داعش وسلوال په جگړه کې شلخۍ یا ریموټي وسلې کاروي او په سمڅو او تونلونو کې ځانونه پټوي نو د دغه راز بم کارول د دغو خنډونو د لرې کولو لپاره اغېزمن پرېوځي.

د افغان پوځ وياند دولت وزيري ورځپاڼې ته ويلي افغان ځواکونه په سيمه کې په عملياتو بوخت و خو کله چې له ستونزې سره مخ شول نو د هوايي بريد غوښتنه يې وکړه او خپله له سيمې شا ته شول.

د عکس سرچینه، TWITER

د عکس تشریح،

پخواني افغان ولسمشر دا برید غندلی دی.

ایکانومېک ټايمز:

هندۍ ایکانومېک ټايمز ورځپاڼې په مسکو کې د افغان سولې په تړاو کېدونکې غونډې په اړه مطلب کښلى او وايي هند او افغانستان به په دغه غونډه کې له گډونوالو وغواړي چې په پاکستان کې د مېشتو ترهگرو پر وړاندې اقدام وکړي.

ورځپاڼه وايي نننۍ غونډه د خپل ډول دريمه هغه ده چې روسيه يې کوربتوب کوي.

ورځپاڼې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند احمد شکېب مستغني خبرې راخيستې چې وايي افغان پلاوى به پر گډونوالو فشار واچوي چې د ترهگرو پر پټنځيو غور وکړي او نور د ترهگرو ترمنځ توپير ونشي.

هندي چارواکو ويلي د دوى دريځ هم افغانستان ته ورته دى.