د ولسمشر د واک پر سر ترکيه کې ټولپوښتنه

د ولسمشر د واک پر سر ترکيه کې ټولپوښتنه

ترکيه کې د اساسي قانون بدلون پر سر له سبانۍ ټولپوښتنې مخکې نن د هلو ځلو وروستۍ ورځ ده، چې د دغه هېواد ولسمشر ته پراخې واګې ورکولی شي.

ولسمشر رجب طیب اردوګان لپاره به ټولپوښتنه کې بری د دې لار پرانيزي چې ښايي تر ۱۲ نورو کلونو پورې په کې واکمن پاتې کېدی شي، خو مخالفان يې بيا وېره لري دا بدلونونه ښايي د ترکيې ديموکراسۍ ته زيان ورسوي، او ښايي په عملي ډول يو کسيزه واکمني رامنځته کړي.