د ترکيې ولسمشر اردوګان په ټولپوښتنه کې د بريا اعلان کړی

رجب طيب اردوګان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

د ټولپوښتنې لومړنۍ پايلې ښيي چې ۵۱ سلنه خلکو په اساسي قانون کې د بدلون په حق کې رايه ورکړې ده.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د اساسي قانون په اړه ټولپوښتنه کې د بريا اعلان کړی او ويلي يې دي په "غوڅ اکثريت" يې کاميابي ترلاسه کړې ده.

ولسمشر اردوګان دغه خبرې په استنبول کې له خپلو پلويانو سره کړې دي.

ترکيه کې د ولسمشر د واک په اړه د ټولپوښتنې لومړنۍ پايلې ښيي چې ۵۱ سلنه خلکو په اساسي قانون کې د بدلون په حق کې رايه ورکړې ده.

د ټولپوښتنې له دې پايلو وروسته به د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د حکومتولۍ پوره واک ولري. نوموړی غواړي چې د هېواد پارلماني سيستم په رياستي نظام بدل کړي.

همدا ډول د ترکيې لومړي وزير بن علي یلدرم د غير رسمي پايلو پر بنسټ ادعا کړې چې د اساسي قانون په تړاو ټولپوښتنه کې بريالي شوي دي. بن علي یلدريم دغه ادعا په داسې حال کې کړې چې ټولې رايې لا نه دې شمېرل شوې.

د ولسمشر رجب طيب اردوګان پلويان په دې ټولپوښتنه کې بريا د هېواد د اداري نظام عصري کېدل بولي، خو مخالفين يې دا وېره لري چې دا بدلونونه به په ترکيه کې د استبداد لامل شي.

د دغې ټولپوښتنې له ګټلو وروسته به ښاغلی رجب طيب اردوګان وکولی شي چې تر ۲۰۲۹ کال پورې په خپله څوکۍ پاتې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ټاکل شوې وه چې شاوخوا ۵۵ میلیونه ترکان به په ۱۶۷۰۰۰ ټاکنيزو مرکزونو کې خپله رايه ورکړې

دا به په دې هېواد کې د ۱۰۰ کلن عصري نظام له تاسيس وروسته د ترکيې د واک په جوړښت کې لوی بنسټيز بدلون دی.

ټاکل شوې وه چې شاوخوا ۵۵ میلیونه ترکان به په ۱۶۷۰۰۰ ټاکنيزو مرکزونو کې خپله رايه ورکړې. هغه ترکان چې له هېواده بهر اوسیږي مخکې يې د انټرنېټ او خپلو سفارتونو له لارې خپله رایه ورکړې ده.

ولسمشر اردوګان او مېرمنې يې هم په استانبول کې خپله رايه وکاروله.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د اردوګان پلويان خوښۍ کوي

ښاغلي اردوګان خپلو ملاتړو ته خبرو کې ويلي: "نوی اساسي قانون به هېواد ته ثبات او اعتماد راوړي؛ هغه څه چې د پرمختیا او پراختیا لپاره ورته اړتیا لرو. ترکیه له نوي اساسي قانون نه په ګټه اخیستو د یوې لا ښې راتلونکې پر لور ګام اخلي."

ښاغلی اردوګان چې تر ۱۰ کلنې لومړي وزیرۍ وروسته، په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو، په دې هڅه کې دی چې د اساسي قانون په بدلولو ولسمشر ته لا ډېر واک ورکړي. دې څوکۍ وړاندې د ترکیې قانون کې تر ډېره تشریفاتي رول درلود.