شمالي کوریا وايي توغندیزې ازموینې ډېروي

شمالي کوریا د شنبې په ورځ د هېواد د ولسمشر په حضور کې لوی پوځي پرېډ وکړ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

شمالي کوریا د شنبې په ورځ د هېواد د ولسمشر په حضور کې لوی پوځي پرېډ وکړ

د شمالي کوریا یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي، هېواد به یې د توغندیو ازمویل ډېر کړي.

دغه چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې له امریکا سره یې د هېواد ترینګلتیا ډېره شوې او پر دغه هېواد نړیوال بندیزونه هم دوام لري.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هان سونګ ریول پیونګیانګ کې د بي بي سي خبریال جان سادورت ته ویلي "هره اونۍ، هره میاشت او هرکال به توغندیزه ازموینه ولرو."

نوموړی زیاتوي، که امریکا "پوځي غوراوي" ته مخه کړي، "سراسري جګړه" به پیل شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس - چې د جنوبي کوریا په سفر دی، ټینګار کړی چې شمالي کوریا پروړاندې یې د "ستراتیژیک زغم" وخت په ختمېدو دی.

ښاغلی پنس د شمالي کوریا د توغندي له ناکامې ازموینې څو ساعته وروسته د جنوبي کوریا پلازمېنې سیول ته رسېدلی دی.

د کوریا په ټاپووزمه کې د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ د توندو رسنیزو ویناوو په درشل کې ترینګلتیا ډېره شوې ده.

د جنوبي کوریا سرپرست مشر هوانګ کیو د امریکا له مرستیال ولسمشر سره په خبرو کې ویلي، شمالي کوریا باید د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ زغم وانه ازمويي.

پنس ویلي "یوازې په تېرو دوو اونیو کې، د سوریې او افغانستان په تړاو نړۍ زموږ د نوي ولسمشر د ټینګ هوډ شاهده وه."

دی وايي "شمالي کوریا باید په دې سیمه کې د امریکا د وسله والو ځواکونو د ټینګ هوډ په تړاو د ځان خیر ولټوي."

نوموړي خپله دا خبره بیا تکرار کړې، چې امریکا د جنوبي کوریا ترڅنګ ولاړه ده "موږ له تاسو سره سل په سلو کې ولاړ یو."

د جنوبي کوریا خبري رسنیو ویلي، امریکا او جنوبي کوریا په تېره دوشنبې ګڼ پوځي تمرینونه پیل کړل، چې هدف یې شمالي کوریا ته پوځي زور ورښودل و.

له چین سره همکاري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس - چې د جنوبي کوریا په سفر دی، ټینګار کړی چې شمالي کوریا پروړاندې یې "ستراتیژیک زغم" وخت په ختمېدو دی.

د ټرمپ په اداره کې د ملي امنیت سلاکار جنرال هربرټ مک ماسټر ویلي، د چین په شمول د شمالي کوریا د ګواښونو پروړاندې یو نړیوال توافق شته.

د ښاغلي پنس له خبرو څو ساته وړاندې رپوټونه ورکړل شول چې د سپینې ماڼۍ امنیتي سلاکار جنرال مک ماسټر ویلي، له چین سره د شمالي کوریا پروړاندې د مبارزې د غوراوي ارزولو په درشل کې دي.