دې نیوز: امریکا له پاکستانه د نیابتي جګړې پرېښودو غوښتنه کړې

سرتاج عزیز او مک ماسټر

د عکس سرچینه، thenews

د عکس تشریح،

په مطلب کې تېر ماښام په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره د ښاغلي مک ماسټر د کتنې په اړه ویل شوي چې ښاغلي شریف ټینګار کړی د هند او پاکستان ترمنځ سمې اړیکې د ټولو ستونزو د حل په معنی ده.

دې نیوز

پاکستانۍ ورځپاڼې د (امریکا له پاکستانه غوښتي چې نیابتي جګړه پرېږدي او ډيپلوماسۍ ته مخه وکړي) تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

په مطلب کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ایچ آر مک ماسټر هغې خبرې راخیستې چې په یوه مرکه کې ویلي دا د پاکستان په ګټه ده چې په افغانستان او نورو ځایونو کې د خپلو ګټو د تامین لپاره له ډیپلوماسۍ کار واخلي نه دا چې تاوتریخوالی کوونکی څوک وکاروي.

په مطلب کې تېر ماښام په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره د ښاغلي مک ماسټر د کتنې په اړه ویل شوي چې ښاغلي شریف ټینګار کړی د هند او پاکستان ترمنځ سمې اړیکې د ټولو ستونزو د حل په معنی ده.

ورځپاڼې د لومړي وزیر د دفتر د خبر پاڼې په حواله ویلي، نواز شریف د امریکا د ملي امنیت له سلاکار سره په افغانستان کې د امنیت وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې کړه او ټینګار یې دا دی چې پاکستان تیار دی له نړیوالې ټولنې سره په ګډه په افغانستان کې د شته ستونزو د هواري لپاره ګډ کار وکړي.

ګارډین

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح،

ورځپاڼه زیاتوي، افغان چارواکو ورته ویلي چې امریکايي چارواکو اجازه ورکړې د هغې سیمې یوه برخه وویني، چېرته چې تر ټولو لوی (نااتومي بم) کارول شوی.

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د شډل بازار په اړه یو راپور خپور کړی او په کې ویل شوي چې دغه سیمه چې د تر ټولو لوی بم د کارولو له ځای څه باندې څلور کیلومتره لرې ده، د جګړې له امله ډېره ویجاړه شوې.

ورځپاڼه زیاتوي شډل بازار ته ځینې کورنۍ بېرته ستنې شوې، خو دغه سیمه ډېره خاموشه ده او کله نا کله دغه چوپتیا د امریکايي الوتکو په غږونو ماتېږي. په رپوټ کې ویل شوي چې د شډل بازار ښوونځي تقریباً وران شوی.

ورځپاڼه زیاتوي، افغان چارواکو ورته ویلي چې امریکايي چارواکو اجازه ورکړې د هغې سیمې یوه برخه وویني، چېرته چې تر ټولو لوی (نااتومي بم) کارول شوی.

هندوستان ټایمز

هندۍ ورځپاڼې هندوستان ټایمز هم په دې اړه یو مطلب خپور کړی، ورځپاڼې په اسلام آباد کې د امریکا د سفارت په حواله ویلي، ښاغلي مک ماسټر له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې پاکستان باید د ترهګرۍ له ټولو ډولونو سره مبارزه وکړي.

په دې اړه چې د پاکستان لومړي وزیر امریکايي پلاوي ته ویلي، ټولې مسلي به هله هوارې شي چې د پاکستان او هند اړیکې سمې شي، هندوستان ټایمز ویلي هند لا له وړاندې په دې مسله کې دامریکا منځګړیتوب نه دی منلی.

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د شمالي کوریا د اتومي پروګرام پر سر د راولاړې شوې ستونزې په برخه کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر کړنو او چلند نیوکه کړې او په خپله سرمقاله کې یې ویلي چې ښايي د ولسمشر عمومي ویناګانې او ډیرې خبرې په هغه طرز چې دی یې کوي، ډیرې خطرناکې وي، هغه هم له داسې یو چا سره په چلند کې لکه د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون چې ورځپاڼې بې رحمه بللی.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح،

نیویارک ټایمز د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون بې رحمه بللی.

ورځپاڼه زیاتوي روسیې، جاپان او سویلي کوریا دواړو لور غږ کړی چې له ورانوونکو اټکلونو لاس واخلي.

ورځپاڼه وايي، سپینه ماڼۍ کې د شمالي کوریا د ستونزې او له چین نه په دې برخه کې د مرستې د غوښتلو لپاره یوه بشپړوونکې ستراتیژي نه شته.

نیویارک ټایمز په خپله سرمقاله کې زیاتوي، د اسیا امنیت او سوله دې پورې تړاو لري چې د چین او امریکا اړیکي څنګه دي او دا چې ټرمپ او شي جین پینګ به وکولی شي د شمالي کوریا ګواښونه په ګډه او په سمه توګه اداره کړې؟