د عکسونو البوم: کارځایونو ته د سپیو د بېولو اجازه

په بریتانیا له هرو لسو شرکتونو یوه یې کارځایونو ته د سپیو د بېولو تګلارې ته اجازه ورکړې ده، ایا تاسو هم خپل کارځي ته سپی درسره بیایئ؟

سپی

د عکس سرچینه، Sacheen Yadav

د عکس تشریح،

د بي بي سي لوستونکو پخپل کارځای کې د خپلو سپیو انځورونه خپاره کړي. سچین یاداف وايي سپی یې په دفتر کې ''د ویاړ سرچینه ده، او د ورځې په اوږدو کې د ګڼو کاري ملګرو د موسکا لامل ګرځي''.

د عکس سرچینه، Alan Barber

د عکس تشریح،

د (ایلي) په نوم سپۍ د خپل څښتن الان بابر په تمه ده، خو دغه نرم غوږونه له غورېږ تشې یوې ارامې فضا ته اړتیا لري

د عکس سرچینه، Tomasz

د عکس تشریح،

لندن کې کار کوونکی توماس وايي: ''دا رالفي دی، ډېره مینه ناک دی''. له تېرو درو میاشتو راهیسې رالفي له توماس سره دفتر ته ځي چې ان د دفتر د مدیر په ګډون ګڼ کارکوونکي مینه ورسره لري.

د عکس سرچینه، Bernard Beaves

د عکس تشریح،

د برنارد سپۍ چې (بیبا) نومېږي له ټولو کاري ملګرو سره راشه درشه لري. برنارد وايي: ''بیبا په دفتر کې د کار د فشار له کبله ستړیا پر ارامۍ بدلوي.''

د عکس سرچینه، Bernard Beaves

د عکس تشریح،

برنارد وايي: ''بیبیا مې اړباسي چې یوه شېبه ارام وکړم او د دفتر ودانۍ کې چکر ورسره ووهم او یوځای سپورت ورکړو.''

د عکس سرچینه، Tracey Partridge

د عکس تشریح،

سیمپسن په کلاکټون ان سي سیمه کې د ګڼو لارویانو پام ځان ته اړوي. د هغه څښتنه ټراسي وايي: ''دا رښتیا هم یوه ستوری دی چې ټوله مینه ورسره لري''.