ټرمپ د مکسیکو پر پوله له دېوال جوړولو تېر شو
ښاغلي ټرمپ په یوه ټویټ کې د دېوال پر جوړولو ټینګار کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې له مکسیکو سره پر پوله دېوال جوړول یې له اصلي ټاکنیز شعاره ګڼل کېده، ویلي، دمګړۍ د دغه دېوال مالي لګښتونه د بودیجې له لایحې وباسي.
ښاغلي ټرمپ خپل ټاکنیز شعار تکرار کړی او ویلي دي، په نږدې راتلونکي کې به د دغه دېوال جوړولو ته د مالي سرچینو د پیدا کولو لپاره هڅه وکړي.
په ورته وخت کې د ښاغلي ټرمپ جګپوړې مشاورې "کلیان کانوی" ویلي، په کانګرس کې د دولت د مالي بودیجې د اسانوالي په موخه یې له مکسیکو سره پر پوله د دېوال جوړولو لګښتونه د امریکا د مالي بودیجې له طرحې ایستلي دي.
د امریکا او مکسیکو پر ګډه پوله د دېوال جوړول چې لګښت به یې په مکسیکو پسې ولیکل شي، د ډونلډ ټرمپ له اصلي ټاکنیزو شعارونو و.
دیموکراتانو، چې د امریکا په کنګره کې اقلیت دي، ګوتڅنډنه کړې وه که د دولت په روانه بودجه کې له مکسیکو سره پر پوله د دېوال جوړولو مالي لګښتونه ور زیات شوي و، نو هغه به وځنډوي.
له دې کار سره شونې ده دولت خپلې بودجې ته لاسرسی ونه لري او د چارو د ځنډ سبب شي.
پر دې ټولو سربېره ښاغلي ټرمپ په یوه ټویټ کې د دېوال پر جوړولو ټینګار کړی دی.
هغه د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا د محافظه کارو رسنیو له غړو سره په یوه خصوصي ناسته کې ویلي، د دېوال جوړولو هڅې به د روان کال تر راتلونکو میاشتو وځنډوي.
اغلې کانوې له فاکس نیوز سره په مرکه ویلي، اړینه نه ده چې د دیوال مالي سرچینې دې په یوه اونۍ کې برابر شي، خو د دغه دېوال جوړول زموږ لپاره لا هم یو لومړیتوب دی.
هغه مالي طرحه چې دمګړۍ په کنګره کې ده، ښاغلي ټرمپ پکې د مکسیکو دېوال جوړولو لپاره د یونیم میلیارد ډالرو د ځانګړي کولو غوښتنه کړې وه.
خو د کنګرې غړي دیموکراتان یې پر وړاندې په مخالفت کې ودرېدل.
د مکسیکو دېوال د لګښتونو په اړه د ښاغلي ټرمپ د ادارې اټکل دا دی چې ټولټال به ۱۲ میلیارده ډالره لګښت وغواړي.
په ورته وخت کې یو شمېر جمهوریپالو هم ویلي وو، د دېوال لګښتونه تر هغه ډېر لوړ دي چې د ډونلډ اداره یې اټکل کوي.
د دوی په خبره، د ورته دېوال جوړول ۲۱ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالره لګښت غواړي.
د مکسیکو دېوال د لګښتونو په اړه د ښاغلي ټرمپ د ادارې اټکل دا دی چې ټولټال به ۱۲ میلیارده ډالره لګښت وغواړي.