حکمتيار: پرجلال اباد ښار د حزب اسلامي بريد يوه تېروتنه وه
حکمتيار: پرجلال اباد ښار د حزب اسلامي بريد يوه تېروتنه وه
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي په ۱۹۸۹م کال کې پر جلال اباد ښار د دوی برید یوه تېروتنه وه او پر طالبانو یې یو وار بیا غږ وکړ چې جګړه پرېږدي او سوله وکړي.
ده دا خبرې نن د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې خپلو پلویانو ته وکړې.
ښاغلي حکمتیار د افغان ولسمشر له دوهم مرستیال سرور دانش او د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر سره هم ولیدل.
افغان چارواکي هیله من دي چې د ښاغلي حکمتیار راتګ به د دې لامل شي چې په هېواد کې تاوتریخوالی کم شي.
له ننګرهاره سید عبدالله نظامي نور حال راکوي.