ټرمپ او افغانستان

ټرمپ او افغانستان

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلو ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال د افغانستان په اړه د پخوانيو ولسمشرانو باراک اوباما او جورج بوش پرتله ډېر لږ وغږېده خو په سپينه ماڼۍ کې د خپل کار په لومړيو ۱۰۰ ورځو کې يې دا دريځ افغانستان ته د لوړپوړو پوځي چارواکو په لېږلو او د افغانستان لپاره د نوې پوځي تګلارې په تیارولو بدل کړ.

په کابل کې زموږ همکار عبدالله الهام په خپل رپوټ کې د ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د افغانستان او امریکا اړيکو ته لنډه کتنه کړې.