د شمالي کوریا پولیسو درېیم امریکایی نیولی

د عکس سرچینه، Reuters
نیول شوی کیم سانګ دوک نومېږي او په ټوني کیم مشهور دی.
د شمالي کوریا دولتي اژانس منلې چې یو امریکایی وګړی په دغه هېواد کې د ناوړه کړنو په تور نیول شوی دی.
نیول شوی کیم سانګ دوک نومېږي او په ټوني کیم مشهور دی.
نوموړی د اپرېل په ۲۲مه د شمالي کوریا د پیونګ یانګ په هوايي ډګر کې نیول شوی دی.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس ویلي، ښاغلي کیم هڅه کوله پخپلو کړنو د شمالي کوریا خلق ډیموکراټیک جمهوریت نسکورېدو ته لاره هواره کړي.
ویل کېږي نوموړي تر نیول کېدو یوه میاشت وړاندې د پیونګ یانګ د علم او ټکنالوژۍ پوهنتون کې د محاسبې په برخه کې تدریس کاوه.
یاد پوهنتون په ۲۰۱۰ کال کې له شمالي کوریا بهر د انجیلي مسیحیانو له خوا جوړ شو چې ډېری استادان یې امریکايي وګړي دي.
کیم سانګ دوک درېیم امریکایی وګړی دی چې په دا وروستیو کې د امریکا او شمالي کوریا تر منځ د اړیکو له خړپړېدو وروسته نیول کېږي.
امریکا پر جنوبي کوریا د شمالي کوریا له اړخه د هر ډول برید د دفاع خبره کړې او شمالي کوریا بیا ویلي که امریکا دغسې وکا، دوی به هم اټومي ګوزار پرې وکړي.
شمالي کوریا توغندی ازمویلی
د امریکا پوځ منلې چې شمالي کوریا ختیځ سینپو بندر ته څېرمه له یوې پوځي اډې د جاپان د سمندرګي پر لور د منځني واټن ویشتونکی بالستیکي توغندی توغولی دی. دغه ازموینه امریکا ته د چین د ولسمشر شي جینګپینګ له لیدنې سره همهماله تر سره کېږي.