"سي‌ای‌اې د شمالي کوریا د رهبر د وژلو هڅه کوي"

.
د عکس تشریح،

ترهګره ډله به ژر تر ژره ونیول شوي او د خپلو کړنو جزا به ور کړل شي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو ویلي، د امریکا او جنوبي کوریا څارګرې ادارې په پټه د دغه هېواد د رهبر کیم جونګ اون د وژلو هڅه کوي.

د شمالي کوریا د ملي امنیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یوه ترهګره ډله یې، چې د امریکا او جنوبي کوریا د څارګرو ادارو ملاتړ ور سره دی، هېواد ننوتې او غواړي پر رهبر یې د کیمیاوي مادی مرګونی برید وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، یاده ترهګره ډله به ژر تر ژره ونیول شوي او د خپلو کړنو جزا به ور کړل شي.

د شمالي کوریا له خوا پر داسې مهال دغه څرګندونې کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې خړې پړې شوې دي.

د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ اړیکې تر هغه وروسته لا پسې خرابې شوې چې امريکا خپله يوه جنگي بېړۍ سيمې ته ولېږله او وروسته يې له سويلي کوريا سره پوځي تمرينونه او په دغه هېواد کې د توغندي ضد سيستم لگول پيل کړل.

امریکا پر جنوبي کوریا د شمالي کوریا له اړخه د هر ډول برید د دفاع خبره کړې او شمالي کوریا بیا ویلي که امریکا دغسې وکا، دوی به هم اټومي ګوزار پرې وکړي.

د دغه هېواد له دولتي رسنیو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ترهګره ډله غواړي پر کیمیاوي مادې سربېره د (نینو) په نامه یوه زهرجنه ماده هم وکاروي.